1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د Aids د نرځ پر ضد د واکسين د جوړيدو چاري بريالی دي

۱۳۸۸ مهر ۲۹, چهارشنبه

له ټايلنډ څخه د آزموينو نتيجه د بدني کمزورتيا د رنځ Aids په وړاندې مجادله کې يو لوی گام بلل کيږي. سوپاچي ريرکس- نگم Supachai Rerks-Ngam په ډاگه کوي، چې دا برياليتوب په لومړي سر کې د پوهانو په گټه دئ...

https://p.dw.com/p/KC0s
دغه درمل يواځې پر هغه ډول ويروس باندې آزمويل شوی، چې په ټايلنډ کې موجود دئ. موږ نه پوهېږو چې زموږ دوا به په نورو هېوادونو کې د بل ډول ويروس پرضد هم موثره وي او که نه
دغه درمل يواځې پر هغه ډول ويروس باندې آزمويل شوی، چې په ټايلنډ کې موجود دئ. موږ نه پوهېږو چې زموږ دوا به په نورو هېوادونو کې د بل ډول ويروس پرضد هم موثره وي او که نهانځور: AP

نوموړی څېړونکی د ټايلنډ د روغتيايي چارو په وزارت کې د بدني کمزورتيا د رنځ د څېړنو مسئول دئ. دی د دې نوي پرمختگ پايلې او خبر په لنډ ډول سره داسې خلاصه کوي:

«اوس د دې امکان پيدا شو، چې د بدني کمزورتيا د رنځ پر ضد واکسين جوړکړل شي.»

جېرومي کيم Jerome Kim هم په همدې نظر دئ. کيم د امريکې په پوځ کې د Aids د رنځ د ويروس HIV څېړندويه پروگرام کې کارکوي. دا هغه څانگه ده، چې د مطالعو دنده يې ورکړې وه. د بدني کمزورتيا د رنځ کارپوه په ټايلنډ کې څېړنيز بهير له څو کالونو راهيسې څارلی. کيم باور لري چې په راتلونکې کې به دا خبره ثابته شي، چې دا نوي واکسين به د Aids په رنځ آخته کېدنه يو پر دريه راکموي، خو بيا هم دا څه کفايت نه کوي او زياتوي.

«د دې لپاره چې يو واکسين په پراخه کچه سره په کار واچول کېدلی شي، بايد چې تر ډېره حده پورې اغېزمن هم وي. د واکسين کومه طريقه چې موږ آزمويلې ده، څه کمه نتيجه ورکوي. برسېره پر دې اړوند درمل يواځې پر هغه ډول ويروس باندې آزمويل شوی، چې په ټايلنډ کې موجود دئ. موږ نه پوهېږو چې زموږ دوا به په نورو هېوادونو کې د بل ډول ويروس پرضد هم موثره وي او که نه. موږ د خلکو پر داسې يوه ډله باندې تجربې سر ته رسولې، کوم چې د آخته کېدنې له ډېر کم خطر سره مخامخ دي. موږ تر اوسه پورې نه پوهېږو، چې دا کار به په يوې له زيات خطر سره مخامخ ټولنه کې هم بريالی کيږي او که څنگه. زموږ له معلوماتو څخه روښانه ده چې: دا واکسين په عامه روغتيايي برخه کې نه شي په کار اچول کېدلی.»

په ټايلنډ کې، د Aids د رنځ پر ضد واکسين تر ټولو لويه څېړنه کې، دوې مادې سره گډې شوې. د شپږو مياشتو په اوږدو کې شپږ کسه تداوي شول. نيمايي کسانو ته بې اغېزې درمل او نيمايي نورو ته د مرکب درمل پيچکارۍ ورکړل شوې. د مرکب يو توکی ښايي چې د بدن دفاعي سيستم رابيدار کړي او له خطر نه يې خبر کړي. دوهم توکی يا دوا بيا د HIV د ويروس په وړاندې له دفاعي سيستم څخه ملاتړ کوي. دا دواړه دواوې تر اوسه پورې په ځانگړې ځانگړې توگه سره موجودې وي او ناروغانو ته ورکول کېدلې، مگرکومه اغېزه يې نه کوله. خو دا چې دا داوړه توکي په شريکه سره ولې اغېزمن تماميږي، هغه راز دئ، چې خپله څېړونکې هم نه پرې پوهيږي. د کيم له نظره دا آزموينې نوې هيلې رامنځ ته کوي او څرگندوي:

«زما له نظره دا آزموينه يو نوی پوهنيز پړاو دئ. مخکې له هغه چې پر انسانانو باندې خپلې تجربې عملي کړو، ډول ډول نورې آزموينې مو سر ته ورسولې. ولې موږ کوم روښان بنسټ نه درلود، د کوم له مخې چې ثابته پرېکړه وکولی شو. د ټايلنډ څېړنو اوس دا لاره همواره کړه، چې د واکسين جوړولو گټورو چارو ته لاس واچوو. او په پای کې پر دې باندې بريالي شو، داسې واکسينجوړ کړو،جوړ کړو، چې د HIV هر دول ويروس شنډ کړی شي.»

Krause, Suzanne/ محمد عارف وردګ

کتونکی. زيارمل