د BMW د موټرو شرکت سل کاله په انځورونو کې
د الوتکو د ماشينونو د جوړونکي منځني شرکت څخه BMW د موټرو په يو ستر شرکت بدل شو. اوس دغه شرکت خپله سلمه کليزه لمانځي. د BMW تاريخچه دلته په انځورونو کې ووينئ.
د شرکت نښان
د BMW سپين آبي نښان د پخوا وخت ياد رانغاړي. سل کاله مخکې، د ۱۹۱۶ م کال د مارچ په اوومه نېټه د بايرن د الوتکو شرکت جوړ شو. وروسته يې نوم د بايرن د موټرو په شرکت واوښت. خو نښان يې تر اوسه پورې پرونه رانغاړي.
موټر سايکلونه
د ۱۹۲۳ م کال په مني کې شرکت خپل لومړی موټر سايکل BMW R 32 بازار ته وايست. د برلين د موټرو په نندارتون کې يې هر کلی او ښه خرڅلاو دا ثابته کړه چې دغه شرکت نه يوازې د الوتکو ښه ماشينونه جوړولی شي. تر ننه پورې د دغه شرکت موټر سايکلونه په داسې ورته بڼه جوړيږي.
د BMW شرکت لومړنی موټر
په ۱۹۲۸ م کال کې شرکت دا امکان درلود چې د آيزناخ د موټرو شرکت لاس ته وروړي. د BMW شرکت د يو انګليسي کوچني موټر د جوړولو بهير ته دوام ورکړ چې په آيزناخ کې جوړېده. په ۱۹۳۲ م کال کې د BMW شرکت د خپلو طرحو په جوړولو لاس پورې کوي. يوه بېلګه يې دغه 303 موډل دی چې په انځور کې ليدل کيږي.
هوايي ځواک
د BMW شرکت د وسلو جوړولو شرکت وو. په لومړي او دوهم نړيوال جنګ کې يې د پوځي الوتکو له پاره ماشينونه جوړول. په دوهم نړيوال جنګ کې ۲۵۰۰۰ کارکوونکي او د پنډغالو زندانيان په زور کار کولو ته مجبوريږي. دغه خبره د BMW شرکت تاريخپوه، مانفرېد ګرونرت، کوي. اوس شرکت د خپل تاريخ دغه توره دوره منلې او خلکو ته يې نقدي تاوانونو ورکړی دي.
د «باروک فرښته»
په ۱۹۴۵ م کال کې د BMW شرکت د آيزناخ فابريکه له لاسه ورکوي. په مونشن کې اوس د BMW شرکت بېرته موټر سايکلونه جوړوي. په ۱۹۵۲ م کال کې هغه يو لوکس موټر يعنې د 501 موډل بازار ته وباسي. هغه د خپل کلاسيک شکل له مخې د «باروک فرښته» بلل کيږي. باروک د اروپايي هنر يوې کلاسيکې دورې ته وايي.
موټر دی که غونډاری؟
د غټو موټرو جوړول د BMW شرکت ته د هر خرڅ شوي موټر په سر ۴۰۰۰ مارکه تاوان وراړوي. ځکه دغه کوچنی موټر د ايټالوي، ايزو ريولټه، موټر په تقليد جوړ شو. خو هغه هم د اقتصادي بحران مخه نه شوای نيولی.
وارثين
په ۱۹۵۹ م کال کې په مونشن کې مېشت د BMW شرکت له سقوط سره مخامخ دی. خو بيا ستر تجار، هېربرت کوانت پکې پانګونه کوي او اصلاحات راولي. له کوانت سره د د BMW شرکت برياليتوب شروع کيږي. د هغه وارثين، شتېفان کوانت او د هغه خور زوزانه کلاتن (په انځور کې له خپلې مور سره چې په ۲۰۱۵ م کال کې مړه شوه) په ګډه د BMW شرکت ۴۸ سلنه ونډې لري. هغه ټول ټال څه باندې ۳۰ ميليارډه يورو ارزښت لري.
نوی پيل
په ۱۹۶۱ م کال کې شرکت خپل نوی د منځنۍ کچې BMW 1500 موټر معرفي کوي. سربېره پر دې نور داسې ورته عصري موټرونه هم بازار ته راوځي. په ۱۹۶۶ م کال کې نور اضافه موډلونه بازار ته راوځي چې د شرکت اقتصادي وده لا پسې ګړندۍ کوي.
د BMW تر ټولو محبوبيت لرونکی موډل
په ۱۹۷۵ م کال کې د BMW شرکت د 3 په نوم موډل بازار ته راوځي. په ۱۹۸۱ م کال کې يې يو ميليونم پر له پسې موټر جوړيږي. په ۲۰۱۲ م کال کې د دغې توليدي لړۍ شپږم موډل بازار ته راوتلی دی. اووم موډل يې د ۲۰۱۸ م کال له پاره په نظر کې دي. تقريبا هر څلورم پلورل شوی BMW موټر په 3 لړۍ پورې اړه لري.
د BMW شرکت اصلي مقر
په ۱۹۷۳ م کال کې د BMW شرکت په مونشن کې خپل نوی مقر پرانيزي، چې د بايرن د آيالتي مرکز يوه مهمه نخښه بلل کيږي. په ۱۹۷۰ يمو او ۱۹۸۰ يمو کلونو کې دغه شرکت د موټرو په هغو شرکتونو کې شمېرل کيږي چې تر ټولو زياته اقتصادي وده کوي. نن سبا د BMW شرکت په ۱۴ هېوادونو کې ۲۵ فابريکې لري او څه باندې ۱۰۰ زرو انسانانو ته کار ورکوي.
د «ميني» په نوم موټر
د نورې پراختيا په موخه د BMW شرکت په ۱۹۹۴ م کال کې بريتانوی «د روور ګروپ» رانيسي او په ۲۰۰۰ م کال کې يې په تاوان سره بېرته خرڅوي. يوازې د «ميني» په نوم موټر د BMW سره پاته کيږي او په ۲۰۰۱ م کال کې ښه وده کوي. له ۲۰۰۳ م کال راهيسې د «رولس رويس» لوکس موټرونه هم د BMW شرکت په مشرۍ او لارښوونې سره جوړيږي.
برقي موټر
د برقي موټرو په برخه کې د BMW شرکت د i3 موډل په لرلو سره مخکښ دی. دغه موډل د کاربوني موادو باډي لري. د پکينګ، اوسلو او لندن په څېر ستر ښارونه نور تېل سوځوونکو موټرو ته شرايط ږدي. د ډيزل ماشينونه د فولکسواګن شرکت د لانجې له کبله له نيوکو سره مخامخ شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې هر دريم د BMW موټر هم ډيزلي دي. خو د برقي موټرو خرڅلاو کېدای شي ډېر ژر زيات شي.