1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د CIA او ISI مشرانو سره ګټورې خبرې وکړي

۱۳۹۱ مرداد ۱۳, جمعه

یوه امریکايي چارواکي ویلي چې د پاکستان او امریکا د استخباراتي ادارو مشرانو د بنسټ پالو پر ضد د گډي جگړې په اړه «گټورې» خبري کړي دي. د پاکستان د استخباراتي شبکې مشر اوس په امریکا کې دﺉ.

https://p.dw.com/p/15jIy

د پاکستان د استخباراتي شبکې د نوي مشر په توگه تر ټاکل کیدو وروسته دا واشنګټن ته د برید جنرال ظهیر الاسلام، لومړی سفر دئ. د فرانسې خبري آژانس پخپله تبصره کې لیکلي دي چې واشنگټن ته د ظهیر الاسلام سفر د امریکا او پاکستان په اړیکو کې پرمختګ ښکاره کوي.

ظهیرالاسلام د پنجشنبې په ورځ د متحده ایالاتو د استخباراتي شکبې «CIA» له مشر دیوید پتریوس، سره ولیدل. یوه لوړ پوړي امریکایي چارواکي د نوم نه اخیستلو په شرط د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې ظهیر الاسلام له پیتریوس سره «اساسي، مسلکي او گټورې» خبرې اترې کړي دي.

دغه چارواکي زیاته کړې ده چې د امریکا او پاکستان د استخباراتي شبکو مشرانو پخپله لیدنه کې پر دې موضوع خبرې اترې کړي دي چې د ترهګړی پر وړاندې جګړه څرنګه نوره هم پیاوړې کیدای شي:
«دواړو مشرانو وویل چې په سیمه کې د ترهگرو موجودیت د دواړو هیوادو (امریکا او پاکستان) امنیت ته گواښ دئ او هغوی به ئې پر ضد گډه مبارزه وکړي.»

دغه چارواکي د دواړو مشرانو تر منځ د تر سره شوو خبرو اترو نور جزئیات بربنډ کړي نه دي. امریکا د داسې لارو چارو د لټولو په هڅه کې ده چې د پاکستان له استخباراتي شبکې سره همکاري وکړي، ځکه چې په نزدې کلونو کې د دواړو هیوادونو د استخباراتي ادارو اړیکې د دوستې پر ځای په دښمنۍ اوښتي دي.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الین، هم د پنجشنبې په ورځ پاکستان ته سفر وکړ او د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو پرمختگ ئې وستایه.

د پاکستان استخباراتي شبکه او پوځ هغه وخت له رسوایي سره مخامخ شوچې د ۲۰۱۱ کال د مې په میاشت کې امریکایي ځانگړو ځواکونو د پاکستان په ایبټ آباد کې د القاعدې شبکې مشر اسامه بن لادن، وواژه. تر دې پېښي وروسته د دواړو هیوادونو په اړیکو کې خړوالی رامنځ ته شو.

د دواړو هیوادونو اړیکې بیا هغه وخت ډیرې ترینگلې شوې چې تیر کال د نومبر په میاشت کې د ناټو په یوه هوایي برید کې د پاکستان ۲۴ سرتیري ووژل شول. د دغه برید په غبرگون کې پاکستان د ناټو د اکمالاتي کتارونو پر مخ خپله پوله وتړله.

د پاکستان او امریکا په اړیکو کې نرمښت له هغه وخته پیل شو چې تیره میاشت د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیري هیلري کلنتن، له پاکستان څخه د سرتیرو د وژل کیدو له کبله بخښنه وغوښتله. پاکستان د رواني اونۍ د سه شنبې په ورځ له متحده ایالاتو سره د ۲۰۱۵م کال تر پایه پورې د پولې د پرانیستل کیدو په اړه یو تړون لاسلیک کړ. په پلان کې ده چې تر دې نیټې پورې به امریکا له افغانستان څخه خپل ډیر شمیر سرتیري راوباسي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش