1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د CIA رئیس د خپلې ادارې پر اشتباه اعتراف کوي

دویچه ویله/ عبدالباري حکیم۱۳۹۳ آذر ۲۱, جمعه

د CIA د ربړونې د رپوټ له خپریدو وروسته د دغې ادارې مشر برینن که څه هم د CIA پرځینو اشتباهانو قانع دی خو د خپلې ادارې له کارڅخه دفاع کوي او د اوباما پر خلاف د مشکوکو ترهگرو په تحقیقاتو کې د ربړوني کلمه په خوله نه راوړي.

https://p.dw.com/p/1E3CW
انځور: Getty Images/C. Somodevilla

د CIA رئیسان معمولا ډير لږ مطبوعاتي کنفرانسونه ورکوي. دا خو لا پریږده چې د دغې ادارې د کوم چلند په هکله دې په ښکاره توگه بښنه وغواړي. خو د CIA د ربړونو د وروستیو بربڼدونو ته په کتو سره د دغې ادارې رئیس جان برینن، د مشکوکو ترهگرو څخه د «سختو تحقیقاتو» په برخه کې په ځینو اشتباهاتو اعتراف وکړ.

واشنگتن ته څيرمه د CIA په مقر کې برینن یوې خبري غونډې ته وویل چې په یو «شمیر محدودو قضیو» کې د CIA اجنټانو له «غیرمجاز» او «کرکجن» تحقیقاتي مېتودونو څخه کار اخیستی دی.

نوموړي زیاته کړه: «موږ ونه شو کړای چې په دې اړه ځیني اجنټان د خپلو اشتباهاتو له امله حساب او کتاب ته کښینوو.» برینن چې په هغه وخت کې د CIA د اجرائیه چارو د مدیر مرستیال وو وړاندې وویل: «موږ ادعا نه کوو چی یوه جامع الکمالات اداره یو.» خو د CIA رئیس په څرگنده توگه له دې څخه ډه ډه وکړه چې د خپلو اجنټانو دغه عمل «ربړونه» وگڼي او دا تور یې رد کړ چې گواکې CIA حکومت او عام خلک د تحقیقاتو د پروگرام د څرنگوالي په هکله تیر ایستلي دي.

دا چې د دغو وحشیانه مېتودونو په نتیجه کې استخباراتي ادارې گټور معلومات تر لاسه کړي ډي که نه، د CIA رئیس څه نه شي ویلای. هغه وویل چې دا چې ولې له مشکوکو تر هگرو څخه دغه ډول تحقیقات شوي دي، اصلي وجه «نا معلومه او د نه پیژندنې وړ» ده. خو نوموړي یادونه وکړه: «دا خطر زیات دی چی د زور د تحقیق په نتیجه کې غلط معلومات تر لاسه شي، ځکه مشکوک شخص د ربړونې د پای ته رسولو له پاره ډيری وخت له خپل ځان څخه یوه څه جوړوي.»

«لږه تجربه»

برینن وویل چېCIA په هغه وخت کې د القاعدې د مشکوکو پلویانو د تحقیقاتو له پاره چمتو نه وه: «موږ د داسې بندیانو د ساتلو له پاره ډيره تجربه نه درلوده او د تحقیقاتو له پاره زموږ اجنټان له ښه تعلیم څخه برخمن نه وو.» د نوموړي په نظر دغه استخباراتي اداره ونه توانیده چې «یوه غوره عملیاتي تگ لاره جوړه کړي، کومه چې د دغو ټولو هڅو د رهبرۍ له پاره اړینه گڼل کیده.»

هغه وویل چې په دې منځ کې CIA «یو شمیر اصلاحات پلي کړي دي ترڅو ډاډه شي چې دا ډول اشتباهات بیا تکرار نه شي.» د هغه د دې خبرې معنی دا ده چې د سرته رسیدلو «اشتباهاتو» له امله به د CIA هیڅ کارکوونکی مجازات نه شي.

د امریکا متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر مرستیال ډیک چیني په دې اړه په بشپړه توگه بل ډول څرگندونې کړي دي. چیني امریکایي تلویزونې شبکې «فوکس نیوز» ته وویل چې د سنا د مجلس رپوټ په «بشپړه توگه له چټیاتو» او «اشتباهاتو» څخه ډک دی. چیني چې له ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۹ کال پورې د جارج ډبیلو بوش مرستیال وو وویل چې هغه د CIA له مېتودونو څخه د پخوا په څير ملاتړ کوي او له دې وروسته به بیا هم دغسې کار وکړي.

چیني د ۲۰۰۱ د سپتمبر د یوولسمې تروریستي بریدونو مشکوک طراح ته په اشارې سره وویل: «آیا موږ هغه د مخ په دواړو خواوو مچ کړو او ورته زاري وکړو چې لطفا راته ووایاست چې ته څه معلومات لري؟ ښکاره ده چی دا کار نه کوو.»

د سنا د مجلس د رپوټ له مخې خالد شیخ محمد د تحقیقاتو په وخت کې ۱۸۳ ځلې د «واټربورډینگ» ربړونه زغملې ده. واټر بورډینگ یا په اوبو کې په مصنوعي ډول غوټه کول هغه یوه ربړونه ده چې اړوند شخص په داسې حال کې چې سترگې یې پټي دي، پر مخ په شدت سره اوبه شنیدل کیږي او دغه شخص نفس نه شي ایستلی او گمان کوي چې په اوبو کې ډوبیږي.

په نړیواله سطح د عاملینو د قضايي تعقیب غوښتنه

د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یوولسمې د بریدونو له مشکوکو ترهگرو سره د ناوړه چلند په هکله د امریکا متحده ایالاتو د سنا مجلس د سه شنبې په ورځ د خپلې څو کلنې څیړنې نتایج خپاره کړل. په رپوټ کې پرته له یو څو پاراگرافونو چې په تور قلم پټ کړای شوي دي، په عمومي توگه په کې په واضحه توگه څرگنده شوې ده چې د ولسشمر جارج ډبلیو بوش تر واکمنۍ لاندې CIA څرنگه په ټوله نړۍ کې د پټو زندانونو سیستم جوړ کړی وو.

په دغو زندانونو کې د القاعدې مشکوک پلویان پرته له کومې قضايي فیصلې څخه ساتل شوي او په ډيره وحشیانه توگه تر تحقیقاتو لاندې نیول شوي دي: په ورځو ورځو بې خوبي، په اوبو کې په مصنوعي توگه غوټه کول، د مرگ گواښونه او وهل او ټکول هغه ربړونې وې چې بندیان به یې خبرو کولو ته مجبورول.

دغه ۵۰۰ پاڼې لرونکی رپوټ دې نتیجې ته رسیدلی چې د دغو ربړونکو تحقیقاتو سره هیڅ ډول د کار وړ استخباراتي معلومات ترلاسه شوي نه دي. د بوش ځای ناستي بارک اوباما، په ۲۰۰۹ کال کې د خپل ریاست له پیل سره د تحقیقاتو دغه پروگرام بند کړ. د دغه رپوټ له خپریدو وروسته په ټوله نړۍ کې دا غږ پورته شوی دی چې د دغو ربړونو عاملین له قضايي لحاظه تعقیب شي او جزا ور ورته ورکړای شي.