1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د CIA مشري ته نوماند جان برینن، څوک دی؟

قاسم نوری (دویچه ویله)۱۳۹۱ دی ۲۰, چهارشنبه

ولسمشر اوباما له ترهکرۍ سره د مبارزې په برخه کې خپل مشاور جان برینن، د امریکا د بهرني استخباراتي ادارې د مشر په توګه نومول دی. په دې مضمون کې د جان برینن ژوند ته یوه کتنه شوې ده.

https://p.dw.com/p/17GYP
انځور: dapd

د ۱۹۷۰مې لسیزې په نيمايي کې جان برینن د برونکس پر سړک په يوه سرویس کې تګ راتګ کاوه. په خټه ايرلندي جان برینن خپلې لومړنۍ زده کړې په يوه عيسوي کاتوليکي ښوونځي کې پیل کړې. هغه په یو عیسوي کاتوليکي ليسې او وروسته بیا د فوردهېم په عيسوي پوهنتون کې خپل تحصيل ته ادامه ورکړه.

برینن په اصل کې غوښتل چې په یوې کليسا کې کشيش يا ملا شي. خو د ده د ژوند دغه هدف هغه وخت بدلون وموند چې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د کار موندنې په پاڼه کې یې د امريکا د بهرني استخباراتي ادارې یا  Central Intelligence Agency یو اعلان ولید. هغه وخت CIA د اجنتانو یا جاسوسانو په لټه کې وه.

دغه اعلان په CIA کې د برینن د ۲۵ کلن سفر پیل وو. اوس برینن د ولسمشر اوباما له خوا د دغه سازمان د مشري له پاره نومول شوی دی. برینن په CIA کې د کار تر څنګ شخصي اقتصادي فعاليتونه هم کړي دي.

اوس نو هر څه د امریکا متحده ایالاتو سنا پورې اړه لري. که سنا جان برینن د CIA د مشر په توګه ومني نو هغه به د امریکا د تر ټولو لوی جاسوسي سازمان مشري پر غاړه واخلي.

برینن ۵۷  کلن دی، واده يې کړی او درې اولادونه لري. هغه ستړیا نه پیژني او له څلورو کلونو راهيسې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د سپيني ماڼۍ مشاور دی.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، د جان برینن په اړه وایي: «زه نه پوهيږم چې جان برينِن په وروستیو څلورو کلونو کې کله ويده شوی دی او که نه. د ده نور مشخصات هم داسې دي لکه چې دی دغې دندې ته [CIA مشري] جوړ شوی وي.»
 
جان برینن پخپله د CIA اجنت پاتې شوی دی او په تیرو څو کلونو کې یې ډیر څه زده کړي دي. هغه په عربي ژبه خبرې کوي او د نورو تر څنګ يې په سعودي عربستان کې د منځني ختيځ له پاره د CIA د سیمه ییزې ادارې رياست هم کړی دی. د برینن دا ټولې تجربې کیدای شي چې اوس د امریکا له پاره ډیرې ګټورې تمامې شي.

د امریکا-آلمان د دوستۍ د مرکز غړی یورګ ولف، له دویچه ویله سره په خبرو کې د جان برینن په اړه وویل: «زما په عقيده دا ښه خبره ده  چي اوباما يو منل شوی او ثابت شوی مسلکي سړی د CIA د رييس په حيث نومولی دی.»

هغه زیاته کړې ده چې که یو پوځي کس د CIA مشري پر غاړه ولري نو د دې امکان شته چې د ترهګرو پر ضد عملیات له ستونزو سره مخامخ شي. ولف د اوباما او جان برينن نزدې والي ته اشاره کوي او وایي چې اوباما پر هغه باندې ډیر اعتماد لري.
 
برينن په پاکستان کې د القاعدې ترهګرې ډلې د مشر اسامه بن لادن، د موندلو او وژلو په عملیاتو مهم نقش لوبولی وو. پر دې سربیره هغه د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په عملیاتو کې هم دخیل دی.

د بی پیلوټه الوتکو په بریدونو کې وخت نا وخت یو شمیر ملکي وګړي وژل کیږي چې له دې کبله یو شمیر منتقدین پر برینن باندې نیوکې کوي.