1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د CIA مشر پاکستان ته روان دی

۱۳۸۹ مهر ۸, پنجشنبه

په راوپا کي د القاعدې د تروريستي شبکې د حملو د يو پلان تر شنډولو وروسته د امريکا د متحده ايالاتو د استخباراتي اداري،CIA ريس Leon Panetta په اسلام آباد کي د پاکستاني مشرانو د ليدني کتني وخت اخيستی.

https://p.dw.com/p/PQQC
د امريکا د استخباراتي ادارې رئيس ليون پانيتا
د امريکا د استخباراتي ادارې رئيس ليون پانيتاانځور: AP

يو لوړ پوړي پاکستاني چارواکي چي د نوم د ښودلو څخه يې ډه ډه کړې د فرانس پرس خبري آژانس ته ويلي دي چي« پانيتا به د جهوررئيس آصف علي زرداري، صدراعظم يوسف رضا ګيلاني، د پوځ د مشر اشفق کياني او د پاکستان د استخباراتي اداري،ISI له رئيس، تورن جنرال احمد شجاع پاشاه سره ويني.»

دغه چارواکي يادونه کړې چي د CIA د رئيس او د پاکستاني مشرانو د خبرو اترو په اجنداء کي« د تروريزم پر ضد مبارزه کي خپلمنځي همکارۍ، د افغانستان وضعيت او نور سيمه ايز موضوعات شامل دي.»

په دې اړه په اسلام آباد کي د متحده ايالاتو د سفارت له خوا کومه تبصره نه ده سوې.

د پاکستان څخه د CIA د رئيس ليدنه کتنه په داسي وخت کي کيږي چي امريکايي بې پيلوټه الوتکو په شمالي وزيرستان کي چي د غربي مطبوعاتو په خبره د طالب اورپکو او القاعدې په هډې بدل سوی، د نوموړو شبکو د قوماندانو د منځه وړلو لپاره خپل بريدونه تند کړي دي.

ځايي امينتي چارواکي وايي چي د شنبې په ورځ د امريکايي بې پيلوټه الوتکو په يوه حمله کي د افغانستان او پاکستان دپاره د القاعدې يو اپراتيفي مشر ووژل سو.

د پاکستان څخه د متحده ايالاتو د استخباراتي اداري د رئيس ليدنه کتنه د لويديځو رسنيو د هغو راپورونو وروسته تر سره کيږي چي وايي د القاعدې د شبکي پاکستاني افراطي غړو غوښتل چي په برتانيې، فرانسې او آلمان کي د هند په مومببی ډوله تروريستي حملو باندي لاس پوري کړي.

پاکستان چي د متحده ايالاتو تر دې فشارلاندي دي تر څو په قبايلي سيمو کي د القاعدې په شمول د ترهګرو ډلو په ټکولو کي نور هم اوچت ګامونه واخلي، دغه رپوټونه رد کړي چي په داسي يو پلان کي دي پاکستانيان لاس ولري.

د پاکستان د پوځ لوړ پوړي وياند جنرال عباس د فرانس پرس خبري آژانس ته ويلي دي: «موږ د اعتبار وړ داسي معلومات نه لرو چي پر دې شهادت ورکړي چي ګواکي په شمالي وزيرستان کي د يو تروريسيتي پلان دپاره بندو بست سوی وی.»

پاکستاني چاروکي وايي چي د ادعا سوي تروريستي پلان معلومات خپريدل ښايي پر اسلام آباد باندي فشار زيات کړي چي په شمالي وزيرستان کي د عربي، افغان، پاکستاني او نورو افراطينو پر پناه ځای باندي فشار زيات کړي. ځيني حتي وايي چي د القاعدي د شبکي مشر اسامه بن لادن هم ښايي په همدي سيمه کي پټ وي.

د متحده ايالاتو د داسي فشارونو سره سره، پاکستان دې ته زړه نه ښه کوي چي په شمالي وزيرستان کي دي په پراخو عملياتولاس پوري کړي، ځکه انديښنه لري چي داسي نه چي په بدل کي يې افراطيون د پاکستان ملکي وګړي د خپلو حملو هدف وگرځوي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل