1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د G20 غونډه د یورو د بحران تر سیوري لاندې

۱۳۹۱ خرداد ۲۹, دوشنبه

د جي شل یا (G20)غونډه د دوشنبې په ورځ په مکسيکو کي پیلیږي. د نورو موضوعگانو تر څنگ په یو شمیر اروپايي هیوادونو کې د پورونو کړکیچ د دې غونډې د بحث مهمه موضوع ده.

https://p.dw.com/p/15H3u
انځور: AP

په اصل کې کې د دې غونډې په اجندا کې مهمې موضوعگانې د نړیوال اقتصاد ټيکاو، د نړیوال توازن د رامنځ ته کولو هڅې، د اقتصادي نظام پياوړي کول او د نړۍ په اقتصادي جوړښت کي ريفورم راوستل ټاکلې شوې وې خو اوس دغه غونډه د يورو د راتلونکې په اړه د یورو تر سيوري لاندې تر سره کيږي.

که د يونان راتلونکی حکومت د سپما له پاره خپلې کړې ژمنې پوره نه کړي نو ښايي دغه هيواد د یورو زون له نورو غړو څخه نورې مرستي ترلاسه نه کړي. په داسې وضعیت کې یونان په ډېر لږ وخت کي ډېوالي کېدای شي. ایټاليه او هسپانيه د يورو نور غړي هيوادونه دي چي د يونان په څېر له ستونزو سره مخامخ کیدای شي. د المان د هامبورگ د اقتصادي انستيتیوت غړی يورگ هاينڅه، وايي: «که د يورو په زون کې اقتصادي بحران رامنځ ته شي نو دا به د ټولې نړۍ پر اقتصاد منفي اغېزې ولري.»

د داسې یوه بحران د مخنیوي له پاره د جي شل غړي هیوادونه غواړي چې نړیوال وجهي صندوق لا پياوړی کړي. جي شل غواړي چې د غړو هيوادونو د لا زياتو پورونو په پر غاړه اخيستلو سره، د نړیوال وجهي صندوق پانگه تر زرو میلياردو ډالرو پورې لوړه کړي. دغه پيسې به د اړتيا په وخت کې د بحران د مخنيوي له پاره وکارول شي.

کله چې په ۲۰۰۸ کال کې په متحده ایالاتونو کې د بانکونو کړکیچ رامنځ ته شو، نو تر هغې پېښې څه نا څه دوه کاله وروسته اروپايي ټولنې د اقتصاد د څار له پاره يوه اروپايي اداره جوړه کړه. خو کارپوهان وایي چې دغه اداره هم و نه توانیده چې په اروپا کې د کړکیچ وړاند وینه او یا هم د هغه مخنیوی وکړي.

ویل کیږي چې د جي شل په غونډه کې به پر المان او کاناډا باندې فشار راوستل شي چې د سپما پر ځای د اقتصادي ودې له پاره اقدامات وکړي. د فرانسې نوی ټاکل سوی ولسمشر فرانسوا اولاند، په دې اړه له باراک اوباما سره همنظره دئ چې د اقتصادي ودې له پاره لا زياتو پانگونو ته اړتيا شته نه سپما ته.

دویچه ویله/ احمد ولي اڅکزی
کتونکی: مسعود جهش