1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کډوالو له پاره ډېري پيسې

آژانسونه/پوپل۱۳۹۴ مهر ۸, چهارشنبه

په نیویارک کي د یوه کنفرانس په ترڅ کی د جي۷ په نوم صنعتي هيوادونو او خليج ځينو هيوادونو پوره یو اشاریه اته میلیارده ډالره له کډوالو سره د مرستو ژمنه وکړه. اوس اروپا د کډوالو له یوه لوی ناروین سره مخامخ ده.

https://p.dw.com/p/1Gfoz
Türkei Syrische Flüchtlinge 28.01.2015
انځور: picture-alliance/dpa/S. Suna

د جرمني د بهرنيو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر د نورو هیوادونو د بهرنيو چارو له وزیرانو سره تر یوې لیدني کتني وروسته چی د نیویارک د غونډي په څنډه کي تر سره سوه وویل: «په نړۍ کي داسي یوه سیمه نه سته چي د کډوالو په هکله پکښي بحثونه ونه سي.»

هغه زیاته کړه په اوس وخت کي دومره ډیر انسانان په تېښته کي دي چي له دوهمي نړیوالي جگړې راهیسي نه وه. او په همدغه وخت کي بیا نړیوال مرستندویه سازمانونه په خپله د مرستو غوښتونکي سوي دي.

آلمان نوری ۱۰۰ میلیونه یورو ورکوي

د رسمي منابعو په حواله تر اوسه پوري آلمان د یو میلیارد یورو په شاوخواکی مرستي چمتو کړي چی له هغو څخه ۵۰۰ میلیونه بشري مرستو ته ځانگړي سوي دي. اوس بیا ۱۰۰ میلیونه یورو نوري هم ورزیاتي سوي.

آلمان به د روان کال تر پایه پوري د جي۷ هیوادونو چي امريکا متحد ايالات، بریتانیا، کانادا، فرانسه،ایتالیا، جاپان او آلمان دي، مشرتوب وکا. په راتلونکي کال کي به دغه مشرتوب جاپان پر غاړه واخلي.

نور مرسته کوونکي هیوادونو په ترتیب سره هالند ۱۲۳ میلیونه امریکايي ډالر، سعودی عربستان ۱۰۰ میلیونه ، سویس ۷۱ اشاریه اوه میلیونه او اطریش به ۱۰ میلیونه یورو ځانگړي کړي. امريکا په یوازي سر تر ټولو ډیره مرسته یعنی ۴۱۹ میلیونه امریکایی ډالر ورکوي.

گاونډي هیوادونه له سوریې سره مرسته کوي

د جي۷ هیوادونو په نظر، په روان کال کي بشري مرستو ته د ۲۰ میلیارده ډالرو په شاوخواکي اړتیا ده. د شتاین مایر په حواله د یو اشاریه اته میلیارده ډالرو اوسنۍ مرسته نه یوازی مرستندویه سازمانونو، بلکي د مهاجرو د منلو نورو هیوادونو لکه ترکیې ، لبنان او اردن ته به هم ورکول سي.

په دغو پیسو کي د اروپايي ټولني له خوا د ۵۶۰ میلیونه ډالرو په شاوخواکي هغه مرستي هم شاملي دي چي د دغي ټولني د بهرنيو چارو مسئول فیدیریکا موغریني یې د روان کال په سر کي لا ژمنه کړې وه.

ژمني زیاتره وخت نه عملي کیږي

د کډوالو له پاره د ملگرو ملتو عالي کمیسار انتونیو گوتېریس د آلمان له مرستو مننه وکړه. له بلي خوا بیا ملگري ملتونه تل دا شکایت کوي چي دغه پیسې زیاتره وخت بسنه نه کوي او د پیسو د ورکولو په اړه ژمنو باندي ټینگار نه کیږي.

د ملگرو ملتو مرستندویه ټولني په روان کال کی خپله اړتیا اوه اشاریه څلور میلیارده ډالر په گوته کړې، خو تر اوسه پوري هغوی ته یوازي ۳۷ سلنه دغه پیسې رسیدلي دي.

په گاونډیو هیوادونو کي سوریایانو ته تر اوسه پوري د کړو ژمنو څلور اشاریه پنځه میلیارده ډالرو څخه ۴۱ سلنه مرستې ورکول سوي دي. له همدې کبله د نړۍ د خوراک نړيوال سازمان مجبور دی چي د یو نیم میلیونه بې ځایه سوو سوریایی کډوالو له پاره خوراکي مواد یا هیڅ ور نه کړي او یا هم ډیر راکم کړي.