1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د HIV د تشخيص موده شپږو اونیو ته راټيټه سوې ده

آژانسونه / شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ شهریور ۱, یکشنبه

د ايډز د ويروس اوس هم لاعلاجه دی. خو د دغه ويروس آزمایشونه کولای شي وروسته له شپږو اونیو څخه په دقیق ډول تشخیص کړي، چې آیا یو شخص د ايډز په ويروس HIV اخته دی او که نه؟

https://p.dw.com/p/1GK9m
انځور: picture-alliance/AP Photo/C. Goldsmith
د ایډز آزمایشونه د پخوا په پرتله اوس حساس او دقیق شوي دي. دغه آزمایشونه کولای شې چې د انسان په وینه کې د دغه مکروب تر ټولو لږ مقدار هم تشخیص کړي. ډیر ژر به په رسمي ډول اعلان وشي چې که یو څوک شپږ اونۍ مخکې په ایډز اخته شوی وي، نو نوی آزمایشونه کولای شي په دقیق ډول هغه تشخیص کړي.

تر اوسه پورې به د ایډز ناروغۍ د تشخیصولو له پاره ۱۲ اونۍ وخت ته اړتیا وه. د ایډز سره د مبارزې آلماني سازمان څخه داکټر هولگر ویشت له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل:« په دې موده کې انسان مجبوره دی چې عذاب وزغمي، ځکه د مرض د ويروس د تشخیص تر وخته پوري ورسره ویره موجوده وي.»

د اټکلونو له مخې په اوس وخت کې په آلمان کې ۱۴۰۰۰ انسانان د HIV په ويروس اخته دي چې ډیری له دوی څخه تر اوسه پورې پخپله نه پوهیږي. داکتر ویشت زیاتوي: «د دغې ناروغۍ تشخیص چې هر څومره ژر او مطمئن اوسي، په هم هغه اندازه یې د درملنې له پاره ښه ده.»

تشخیص د پخوا په پرتله په مراتبو بهتره دی

د ایډز د ويروس آزمایشونه هغه « انټي باډۍ» سره وصلوي چې د انسان په بدن کې د ایډز د ناروغۍ پر ضد رامنځته کیږي په دې توگه د دغو ازمایشونو په پایله کې په یو انسان کې د HIV ویروس تشخیصیږي.

خو د دې کار له پاره وخت ته ضرورت دی چې بدن په کافي اندازه یعنې د تشخيص وړ انټي باډي تولید کړي. په دې توگه نوموړی کس باید له ازمایش څخه مخکې یو څه وخت انتظار وباسي. اوس آزمایشونه کولای شي چې د انټي باډي د غلضت ډیر لږ مقدار هم تشخیص کړي.

په دې برخه کې یو بل پرمختگ هم رامنځته شوی دی. د ایډز عصري آزمایشونه چې ډاکټر ویشت یې څلورم نسل بولي، د ایډز یا HIV ویروسونه په مستقیم ډول تشخیصوي. دغه آزمایش د ویروس په پوښ کې د آلبومین ماده تشخیصوي یعنې« انتي ژن پي۲۴» چې ځان له ویروس سره د انسان په بدن کې څو برابره لویوي.

په دې برخه کې هم استثناگانې موجودې دي. که له یوې خوا د دغې ناروغۍ تشخیص په عصري لابراتوارونو کې شپږ اونۍ وخت په برکې نیسي، له بلې خوا بیا عاجل یا فوري آزمایشونه په کافي اندازه دقیق او حساس نه دي.

فوري ازمایش یوازې یو څاڅکی وینې ته ضرورت لري او له یو ساعت څخه په کمه موده کې یې نتیجه معلومیږي. د نشه یې توکو پر وړاندي د مبارزې او ډیر شمیر روغتیایې بنسټونه چې د نړۍ په لیري پرتو سیمو کې فعالیت لري ډیری وختونه له همدې عاجل میتود څخه استفاده کوي.