1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د IS پرضد موثري ستراتيژۍ د جوړولو هڅي

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ مهر ۱۸, جمعه

د سوريې په کرد مېشته ښار کوباني کي وضعيت سم نه دئ. خو څرنگه سړی کولای سي چي د «اسلامي دولت» ډلي جنگيالي پر شا کړي؟ د امریکا متحدو ايالاتو د لوی درستيز ديمپسي، په وړانديز د IS پرضد اتحاد بيا سره راټوليږي.

https://p.dw.com/p/1DSv0
انځور: Reuters

د «اسلامي دولت» ډلي پرضد اتحاد پوځي مشرانو پتېيلې ده چي د دوشنبې او سه شنبې په ورځو سره راټول او په عراق او سوريه کي د دغي تروريستي ډلي پرضد ستراتيژۍ باندي بحث وکړي.

د امريکا يوه لوړ پوړي پوځي چارواکي د آلمان خبري آژانس (dpa) ته ويلي دي چي د امریکا متحدو ايالاتو لوی درستيز مارتين ديمپسي خپل تر ۲۰ زيات همکاران رابللي دي.

د دې له پاره چي د ستراتيژۍ په بدلولو سره د کوباني ښار له سقوطه وساتل سي، کېدای سي ډېر ناوخته وي.

کوباني چي په عربي ورته «عين العرب» وايي په سوريه کي دريم ستر کرد مېشته ښار دئ. د کوباني او په هغه پوري اړوندو سيمو له لاسه وتلو سره کېدای سي کردان خپل هغه واک له لاسه ورکوي چي د سوريې د کورنۍ جگړې په جريان کي ئې په لاس راوړی دئ.

خو اسلامي دولت ډله بيا غواړي چي د کوباني په فتح کولو سره د ترکيې د سرحد په اوږدو کي پر يوه تړلې سيمه باندي کنترول ولري.

هوايي بمبار کافي نه دئ

د امریکا متحدو ايالاتو د دفاع وزارت په خبره د کوباني ښار د سقوط مخنيوی يوازي په هوايي بمباريو سره کېدلای نه سي. دوی ويلي دي چي له اسلامي دولت ډلي سره د مبارزې له پاره د يوې مځکنۍ قوې جوړېدل اړين دي.

د امريکا متحدو ايالاتو متقاعد جنرال جان الن، اوس په انکره کي په خبرو اترو بوخت دئ، څو دغه هيواد د اسلامي دولت ډلي پرضد د امریکا په مشرتوب اتحاد غړی وگرځي.

که څه هم د ترکيې حکومت له پارلمان څخه د اړتيا په صورت کي په عراق او سوريه کي د پوځي عملياتو د ترسره کولو اجاه اخيستې ده، خو د دغه هيواد د بهرنيو چارو وزير د ناتو له عمومي منشي سره تر خبرو اترو وروسته ويلي دي چي هيڅوک بايد د دې تمه ونه لري چي ترکيه دي په يوازي سره مځکني عمليات وکړي.

د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنبيرگ، ويلي دي چي د اسلامي دولت ډله نه يوازي د عراق او سوريې بلکي د ناټو غړو هيوادونو ته هم گواښ ده. هغه زياته کړې ده چي ناټو به د خپلو متحدانو امنيت خوندي کړي.