1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ISI او CIA مشرانو یو بل ته څه ویلي دي؟

۱۳۹۱ مرداد ۱۴, شنبه

یوه امریکایي چارواکي د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې د متحده ایالاتو او پاکستان د استخباراتي شبکو مشرانو د پنجشنبې په ورځ په خپله لومړنۍ رسمي لیدنه کې له یو بل څخه یوازې گیلې کړي دي.

https://p.dw.com/p/15jym
انځور: picture-alliance/dpa

نوموړې سرچینه چې په دغه اړه شوو بحثونو کې ښکیله وه د جمعې په ورځ دغه څرگندونې د رویترز خبري آژانس ته کړي دي. د رویټرز خبري آژانس په خپله تبصره کې لیکلي دي چې دا خبره لا تر اوسه څرگنده نه ده چې دواړه لانجمن متحدین دې د پاکستان په قبایلي سیمو کې د یاغیانو د پټنځایونو او د بې پیلوټه الوتکو بریدونو ته د پای د ټکي د ایښودلو پر سر کومې پریکړې ته رسیدلي وي.

د روان کال د مارچ په میاشت کې د پاکستان د استخباراتي شکبې ISI د مشر په توگه تر ټاکل کیدو وروسته دا د ډگر جنرال ظهیر الاسلام واشنگټن ته لومړنۍ سفر دئ. هغه د پنجشنبې په ورځ د CIA په مرکزي دفتر کې د دغه ادارې له مشر جنرال دیوید پیتریوس، سره ولیدل.

واشنگټن ته د ظهیرالاسلام له سفر څخه پخوا پاکستاني چارواکو ویلي وو چې هغه به په واشنگټن کې له چارواکو سره د لیدنې کتنې پر وخت د پاکستان په قبایلي سیمو کې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو د درولو او د تیکنالوژي او د استخباراتي معلوماتو د شریکولو غوښتنه وکړي.

متحده ایالات او پاکستان غواړي چې خپلې ترینگلې اړیکي بیرته ورغوي. دا اړیکې په پاکستان کې د امریکايي ځانگړو ځواکونو په لاس د اسامه بن لادن تر وژل کیدو وروسته ډیرې خرابې شوې. خو تیره میاشت په دغه اړیکو کې بن بست هغه وخت مات شو چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیري هیلیري کلنټن له پاکستان څخه د ناټو په یوه هوایي برید کې د ۲۴ پاکستاني سرتیرو د وژل کیدو له کبله بخښنه وغوښته.

د رویترز خبري آژانس لیکلي دي چې د اوباما اداره پر پاکستان ژور شک لري چې اورپکي په دغه هیواد کې پټنځایونه لري، خو پاکستان بیا پر واشنگټن تور لگوي چې د ترهگرۍ پر وړاندې جگړه کې د پاکستان قربانۍ له پامه غورځوي او وایي چې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه د دوی ملي حاکمیت ته زیان رسوي.

دغه سرچینه زیاتوي چې دواړو مشرانو له یو بل څخه شکایتونه کړې دي او داسې نه ښکاري چې پر اصلي موضوعگانو کې دې کوم پرمختگ شوی وي.

له یو بل څخه ورته غوښتنې

یوې بلې سرچینې چې په دغه تر سره شوو بحثونو کې ئې ونډه لرله ویلي دي چې پاکستاني چارواکو له متحده ایالاتو څخه وغوښتل چې د هغو طالبانو پر ضد دې گامونه پورته کړي چې په افغانستان کې پټنځایونه لري او د پولې له بلې غاړې پر پاکستان بریدونه تر سره کوي.

د سرچینې په وینا واشنگټن له اسلام آباد څخه وغوښتل چې په لومړي سر کې د پاکستان له پولې څخه د یاغیانو له خوا په افغانستان کې د ناټو او افغان سرتیرو پر وړاندې د کیدونکو بریدونو مخه ونیسي.

تر دې پخوا د پاکستان پارلمان هم غوښتنه کړې وه چې د بې پیلوټه الوتکو بریدونو ته دې د پای ټکی کیښودل شي، خو په واشنگټن کې یو شمیر سرچینو د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې امریکایي چارواکو لا د دغه غوښتنې منلو ته غاړه نه ده ایښې.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش