1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د MSF پر روغتون بمبارۍ څوک ډير زیات اغیزمن کوي؟

رویترز۱۳۹۴ مهر ۱۸, شنبه

د افغانستان د تحولاتو څارونکي وايي چې په کندز کې د بې سرحده ډاکترانو«MSF » پر روغتون د امریکايي ځواکونو د تیرې شنبې هوايي بمبارې «افغان مرستندویه کارکونکي او د سیمې ولسي خلک تر ټولو زیات تاواني او اغیزمن کوي

https://p.dw.com/p/1Gm1l
انځور: Noorullah ShirzadaAFP/Getty Images

لږ تر لږه ۲۲ ناروغان او د بې سرحده ډاکترانو د روغتون کارکونکي د تیر شنبې په ورځ وروسته له هغې ووژل شول چې په کندز کې د افغان حکومت او د طالب یاغیانو ترمنځ د نښتو په ترڅ کې د بې سرحده ډاکترانو «MSF » پر یو روغتون باندې د متحده ایالاتو یوې الوتکې برید وکړ.

MSF چې غواړي په نوموړې پیښه کې یو خپلواک پلاوی څیړنه وکړي، وايي چې له کندز څخه یې خپل ټول کارنکي ایستلي دي او په افغانستان کې خپل ټول فعالیتونه یې ترغورلاندې نیولي څو ومومي چې «آیا د هغه د کارکونکو او د هغه سازمان په روغتونونو کې د ناروغانو امنیت خوندي ساتل کیږي کیدای شي نه؟»

په واشنگتن کې په «وودرو ولسن سنتر» کې د جنوبي آسیا لپاره د همکاریو د پروگرام لوړ پوړي مقام، میښایل کوگلمن د رویترز خبري آژانس ته وویل: «د MSF تصمیم چې له (کندز) څخه ووځي، که څه هم خواشینی کونکی، خو په بشپړه توگه د پوهیدو وړ دی.» کوگلمن وویل، دا هم البته څرگنده ده چې د دغه تصمیم پایله « ښايي په ټوله سیمه کې د ولسي خلکو لپاره ناوړه عواقب ولري.»

نوموړي زیاته کړه: « په کندز او د افغانستان په شمال کې د روغتيايی خدماتو مرکزونه او تأسیسات شته دي، خو د بې سرحده ډاکترانو روغتون یواځنی په خپلډول کې دی چې کولای شي د جگړې سخت ټپیان درمل کړي. خو لږ تر لږه سمدلاسه دغه روغتون وتړل شوو.»

کوگلمن د رویترز له خبري آژانس سره په مرکه کې وویل، دا ویره هم موجوده ده چې طالبان چې اوس د یوې لنډی مودې پر مخ د کندز له نیولو سره « زړور» شول، ښايي په شا او خوا سیمو او ولسوالیو کې خپلې حملې پراخې او تندې کړي او په نتیجه کې نورې زیاتې ولسي مرگ ژوبلې رامنځ ته شي.

د «وودرو ولسن سنتر» د جنوبی آسیا لپاره د همکاریو د پروگرام نوموړي مقام وویل چې له بلې خوا له کندز څخه د MSF له وتلو سره سیمه ایز افغان مرستندویه سازمانونه مجبوره کیږي چې د روغتیايي خدماتو زیات دروند پیټي په اوږو واخلي چې ښکاره ده د نړیوالو مرستو له کمیدو سره هغوي دومره زیات توان نه لري.

په کندز کې د بې سرحده ډاکتران روغتون د متحده ایالاتو د هوايی ځواک په یوې ببمارۍ کۍې ویجاړ شو
په کندز کې د بې سرحده ډاکتران روغتون د متحده ایالاتو د هوايی ځواک په یوې ببمارۍ کۍې ویجاړ شوانځور: Reuters/Stringer

د بې سرحده ډاکترانو سازمان چې له ۱۹۸۰ کال څخه را په دی خوا په افغانستان کې فعالیت لري، په ۲۰۰۴ کال کې هم د یوې لنډې مودې لپاره له دغه هیواد څخه وروسته له هغې ووت چې ۵ تنه کارکونکي یی هلته ووژل شول. هغه سازمان د تیر شنبې له پیښی څخه وروسته هم په کندز کې د خپل روغتون فعالیتونه ودرول او تر اوسه پورې داسې نښانه نه ده ښودلې چې آیا بیرته به په کار پیل وکړي که نه؟ او که هو! نو څه وخت؟

د «مرستندویه کارکونکود امنیت» په نامه «Datebase» یا انترنتي اطلاعتي سیستم، هغه یوه پروژه چې د «بشري نتایجو د مشورتي څیړنې» له خوا په لاره اچول شوې ده وايي: « د روان میلادي کال له پیل څخه تراوسه پورې په افغانستان کې ۶۵ مرستندويه کارکونکي وژل شوي دي. تیر کال ترهمدی مودې پورې ۱۲۷ تنه وژل شوي ؤ.»

د «بشري نتایجو» له نوموړې موسسې څخه «ادله همر» وویل چې د نوو مرستندویه کار کونکو جذبول د بشري سازمانونو لپاره له ډير وخت څخه را په دې، یوه ډيره سخته ننگونه ده، خصوصا په نه امن لرونکو هیوادونو، لکه افغانستان کې. «همر» یادونه وکړه: « په خاصه توگه د مجربو مرستندویه کارکونکو استخدام ډير سخت شوی دی.»

په کندز کې د بې سرحده ډاکترانو د روغتون تړلو ته په اشارې سره «ادله همر» وویل: «خو دا خبره هم د یادونې وړ ده چې تر اوسه پورې د بشری مرستواو خدماتو رسول تر زیاتې کچې همدا اوس هم د ملي او ځايي مرستندویه کارکونکو په غاړه دي.»

«ادله همر» د رویترز خبري آژانس ته په مرکه کې وویل: «محلي کارکونکي اکثره له دې سره تشویق کیږي چې په خپلو محلاتو کې له خپلو خلکو سره مرسته کوي او تل خپل کار او خدمت ته د نورو ( بهرنیو مرستندویانو) په پرتله خطر نه گڼي او نه هم داسی فکر کوي چې دوی ډير سخت کارونه تر سره کوي.