1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رابرت ګيټس: پر افغان پوځ باندي به 17 ملياده ډالره مصرف کړو

۱۳۸۷ مرداد ۲۲, سه‌شنبه

په داسي حال کي چي د امريکا د دفاع وزارت ورځ تر بلي په افغانستان کي په ډير يدونکي ډول د طالبانو پر ضد جګړې ته پاملرنه کوي د امريکا د متحده ايالاتو د سمندري ځواکونو قومندان افغانستان ته سفر کړی دی

https://p.dw.com/p/Evf8
د امريکا ددفاع وزير رابرت ګيټس
د امريکا ددفاع وزير رابرت ګيټسانځور: AP

د امريکا د سمندري ځواکونو عمومي قومندان جنرال جيمس کونوې، په کابل کي د امريکايي ځواکونو اډې بګرام ته رسيدلی او داسي ويل کيږي چي نوموړی به څو ورځي هلته پاته سي.

د AFP د خبري آژانس د يو خبريال د څرګندونو سره سم چي د هغه سره مل دی، کونوې، به په افغانستان کي په تيره بيا د 3400 تنو امريکايي سمندري ځواکونو څخه ليدنه وکړي. نوموړي سمندري ځواکونه په افغانستان کي د هغو 70000 نړيوالو ځواکونو په ډله کي شميرل کيږي، چي په افغانستان کي د طالب جنګياليو پر ضد په مبارزه بوخت دي او داسي ويل کيږي چي ددوی سره يو ډير شمير بهرني جنګيالي هم مرسته کوي.

امريکايي سمندري ځواکونه
امريکايي سمندري ځواکونهانځور: AP

د امريکا سمندري ځواکونه په افغانستان کي د افغان امنيتي ځواکونو په ښوونه او روزنه کي هم برخه لري. تمه کيږي چي افغان امنيتي ځواکونه به په راتلونکو کلونو کي په هيواد کي د سولي د ټنګښت وظيفه د نړيوالو ځواکونو څخه پخپله غاړه واخلي.

که څه هم چي د امريکې د سمندري ځواکونو افسران کله نا کله په بهرکي د جګړې په ډګر کي د خپلو ځواکونو څخه ليدنه کتنه کوي، خو داسي ځکه مهم دی چي و داسي يو هيواد ته دی لکه افغانستان چي هلته ورځ تر بلي نا کرارۍ ډيريږي.

تمه کيږي چي کونوې، به په افغانستان کي د امريکاد سمندري ځواک د کتني په هدف چي په ټوليزه توګه نظر و عراق ته لږ ګڼل کيږي اضافه وخت پاته سي.

د امريکا ددفاع وزارت په دې مياشت کي په افغانستان کي د 1250 سمندري ځواکونو ماموريت يوه مياشت نور هم اوږد کړی چي په دې ډول به د نومبر تر مياشتي پوري تمديد سوی وي. نوموړي ځواکونه د افغانستان په جنوب او ختيځو سيمو کي د افغاني پوليسو ښوونه او روزنه په غاړه لري.

افغان ملي اردو
افغان ملي اردوانځور: AP

کونوې، پداسي حال کي افغانستان ته سفر کوي، چي د امريکا ددفاع وزارت په ډيريدونکي ډول خپل پام په افغانستان کي د طالبانو پر ضد مبارزې ته اړولی دی.

د امريکا ددفاع وزير رابرت کيټس، ويلي دي چي دی غواړي په افغانستان کي د امريکا 34000 امريکايي پوځ پياوړی کړي او ددې سره موافقه وکړي چي د افغانستان پوځ په راتلونکو پنځو کلونو کي دوه برابره کړي او شاوخوا 17 مليارده ډالره ورباندي مصرف کړي.

کونوې، په داسي حال کي د افغانستان څخه کتنه کوي چي د يوه خبره د مخه ويل کيږي چي د امريکې تر قومندې لاندي پوځ په يوه ګوزار کي 8 تنه ملکي افغانان هغه مهال ووژل سول چي امريکايي ځواکونو پر طالب جنګياليو باندي بريد وکړي او د هغوی په خبره 25 تنه يي ووژل چي په دې ترځ کي هغه افغانان هم وژل سوی چي طالبانو نيولي ول.

د نړيوال ايتلاف د يوې اعلاميې سره سم هوايي ګوزار هغه وخت تر سره سوی چي د يکشنبې په ورځ په ارزګان ولايت کي پر ايتلافي ځواکونو باندي بريد سوی دی.

په اعلاميه کي داهم ويل سوي چي په دې بريد کي يو لاتويايي عسکر هم وژل سوی دی. چي په دې سره د روان عيسوي کال د پيل راهيسي په افغانستان کي د وژل سوو نړيوالو ځواکونو شمير 156 تنو ته رسيږي.