1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راتلونکی دوبی به د آلماني پوځ دپاره په کندوز کی ډير سخت وی

۱۳۸۹ فروردین ۲۰, جمعه

طالبان په کندز کی تر هغه ډېر پياوړي دي ،لکه چې تر اوسه پوری له افغانستان څخه دباندی پېژندل شويدي . په ځينو لېرو سيمو کی پوره اختيار د دوی په لاس کی دی

https://p.dw.com/p/MrrG
رتبيل شامل آهنګ
رتبيل شامل آهنګانځور: DW

دډويچه ويلي آلمان ږغ راډيو د افغانستان د څانګي مشر رتبيل شامل آهنګ په خپله تبصره کښي ليکي ، چي آلمانی پوځ له خپلو 750 تنو عسکرو او د بيارغونی ملکي مرستندويانو سره هلته حالات نسي بدلولی . نو ځکه د کندز اوسېدونکي تل شکايت کوي، لکه امان اله نبي زاده چي وايي: «په ځينو سيمو کې د موجودو ناآراميو له کبله زموږ ماشومان ښوونځيو ته نه شي تللی . طالبان يې نه پرېږدي .»

امان اله نبي زاده د کندز له مرکز څخه ليری د چهارباشي په کلي کې اوسيږي . نوموړی په خپله سيمه کې د افغاني امنيتي ځواکونو دوامداره موجوديت غواړي .

يوه داسې غوښتنه، چې نه شي تر سره کېدلی : د کندز يو مليون اوسېدونکو د امنيت د پاره ټول 300 تنه افغان پوځيان او د 1200تنو په شا او خوا کې څارندوی او پوليس سته، چې هغه هم چندان مجهز نه دي . دا سی پوليس چې يواځی په مناسبو حالاتو کې د ښار او شااوخوا سيمو امنيت ساتلی شي . دوی نه يواځی له افغاني طالبانو سره مخامخ کېدونکي کي دي، بلکه د کندز د والي محمد عمر له قوله چې وايي:

(کندز د طالبانو د واکمنۍ پر وخت، د هغوی يو د اهميت وړ مرکز وو. دلته له چچنستان، ازبکستان او ډيرو عربي ملکونو څخه جگړه ماران پراته وو. دوی بيا په مختلفو ذريعو سره بېرته راغلي دي. هغوی دلته ډېر ښه بلد دي.)

طالبان او د دوی ملگري په اصطلاح نړيوال مجاهدين، د عمر له قوله هر کال نظر و تېر کال ته پياوړي کيږي . د کندز والي په خپله سيمه کې د وسله والو بنسټ پالو شمېر د 500 څخه تر 1000 تنو پوری بولي . د دوی اصلي هدف دا دی، چې کندز بېرته د طالبانو مرکز وگرزي . او دا هم د مختلفو علتونو له مخی، کوم چې د بن په ښار کې د پرمختيايي چارو د څېړنو له مرکز څخه افغانستان پوه کونراد شيتر Conrad Schetter ته ښه معلوم دي:

شيتر وايي،« تاسې پوهېږی، چې ناټو په جنوب کې، په کندهار او هلمند کې د طالبانو پر ضد پياوړي عمليات کوي . اوس دا کوشش کيږي، چې جگړه کندز کې پياوړې شي، تر څو پر جنوب باندی فشار کم شي . دا دی لومړی دليل .)

شيتر دوهم علت دا بولي، چې طالبان غواړي د شمال اصلي لاری په لاس کې ونيسي . له همدې لارو څخه به ډېر ژر د ناټو ځواکونو ته له روسيې او مرکزي آسيا څخه اکمالات کيږي . طالبان او نړيوال مجاهدين د شيتر له نظره، ځانونه سختو نښتو ته چمتو کوي .

د بن له ښاره دا افغانستان پوه، د خطرناک حالت په نظر کې نيولو سره ، آلماني پوځ ته لارښوونه کوي، چې د عسکرو په روزنه او تعليم وتربيه کې زياته پانگه ولگوي . او د شيتر په خيال تر اوسه پوری ډېر کم شمېر جزوتامونه د افغانستان غوندی دندو جوگه دي .