1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راحیل شریف: متعارف جنگ ته چمتو یو

۱۳۹۵ آذر ۱, دوشنبه

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف، ویلي دي چې د ترهگرۍ پر وړاندې مبارزه کې د بې سارۍ بریاوو ترلاسه کوونکی پاکستانی پوځ د متعارفي جگړې له پاره هم پوره چمتووالی لري.

https://p.dw.com/p/2SzOT
Pakistan Armeechef Raheel Sharif
انځور: ISPR

د پي ټي آی، خبري آژانس د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانگې د یوې مطبوعاتې اعلامیې له قوله لیکلي دي چې د پاکستان پوځ د هر ډول چلینج پر وړاندې چمتو دی. د دغه رپوټ له مخې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف د شنبې په ورځ د سلیمانکي سیکټر، څخه لیدنه وکړه او ټوله ورځ یې هلته له ملیشتو عسکرو سره تیره کړه.

په بیانیه کې راغلي دي چې د ترهگرۍ پر ضد د اقداماتو له کبله د پاکستان پیاوړی شوی او د هر ډول متعارفي جگړې له پاره چمتو دی.

جنرال راحیل شريف چې ښایي د رواني میلادي میاشتې تر پايه پورې تقاعد شي، ویلی دي چې د پاکستان پوځ په هره سخته شیبه او چلینج کې بریالی راوتلی او په وینا یې په راتلونکي وخت کې به هم د هر چلینج پر وړاندې چمتو وي. د راحیل شریف په خبره د پاکستان پوځ «د خپلو اتلانو او د هغوی د قربانیو» څخه د اغیزمنیدو له کبله په هره سخته شېبه کې بې سارې هڅې کړي دي.

د تیرې دوشنبې په ورځ راحیل شریف د هغو اوو پاکستانی عسکرو د جنازې په مراسمو کې هم گډون کړی وو چې د پاکستان او هند تر منځ د لانجمنې پولې په اوږدو کې د پاکستان په وینا د هند له لوري د ډزو په پایله کې ووژل شول.

ښایي راحیل شریف د نومبر میاشتې پر ۲۹مه نېټه له خپلې دندې تقاعد شي. خو تر اوسه پورې په دې هکله کوم واضحه پیغام نه دی ورکړل شوی چې آیا هغه د خپلې دندې د مودې د غځیدو کومه اراده لري او که نه.

د پاکستان د بشري حقونو ځیني ډلې د ترهگرۍ پر ضد د پاکستان د پوځ د عملیاتو په ترڅ کې له بشري حقونو د سرغړونو په هکله هم خپل غږ پورته کوي.

نور مطالب: