1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رادوان کاراچيچ به نن نړيوالي محکمې ته حاضر کړل سي

۱۳۸۸ آبان ۴, دوشنبه

دغه نړيواله محکمه چي د هايلېنډ په ډنهاګ کي ده د بشر او انسانيت پر ضد د جرمونو قضيې څېړې. د کاراچيچ د محکمې پر وخت به ښايي نړۍ ته بيا هغه جګړه ورپياد کړل سي چي په لوېديځ کي تقريبا اوس هېره کړل سوې ده.

https://p.dw.com/p/KFTu
د بوسنيا د جګړې د پای ته رسېدو څوارلس کاله تېر سوي دي. ښايي د کاراچيچ محکمه زاړه زخمونه بيا راتازه کړي
د بوسنيا د جګړې د پای ته رسېدو څوارلس کاله تېر سوي دي. ښايي د کاراچيچ محکمه زاړه زخمونه بيا راتازه کړيانځور: AP

رادو وان کاراچيچ چي د 1992 م څخه تر 1996م مېلادي کال پوري د بوسنيا هرڅوګووينا اولسمشر ؤ د نړيوالي محکمې مخ ته به نن حاضر کړل سي.

د بوسنيا او سربيا د دغې جګړې څخه ژوندي پاته سوي انسانان به د جګړې پر وخت د ظلمونو قصې وکړي. بيا به نړۍ ته ورپياد کړل سي چي په څه ډول بوسنيايي سربي ملېشو تر درو کالو پوري سرايېؤ محاصره کړې وه او د غرونو د سرونو څخه يې پرې راکټونه اورول. ژوند پاته سوي د سرايېؤ اوسېدونکي به هغه حالات بيان کړي چي په ترڅ کي يې نښان ويشتونکو بوسنيايي سربي ملېشو پر اوسېدونکو ډزې کولې او په ترڅ کي يې لس زره ماشومان، سپينږري، ښځي او نارينه ووژل.

د لوږي د مرګ د بيري او د سختو ستونزو تر څنګ به د سربرېنيڅا ښځي شاهدي ادا کړي چي څرنګه د دوی اته زره نارينه د مليشو لخوا به ډليزه توګه ووژل سول. د دويمې نړۍ واله جګړې وروسته دغه د اروپا تر ټوله ستره ډليزه وژنه ده. شاهدان به په محکمه کي د کاراچيچ پر ضد شاهدي ورکوي چي په قومي تصفيه کي يې لاس درلودی.

د بوسنيا د جګړې د پای ته رسېدو څوارلس کاله تېر سوي دي. ښايي د کاراچيچ محکمه زاړه زخمونه بيا راتازه کړي. خو که څوک د جګړې د قربانيانو او ژوندي پاته سؤ څخه پوښتنه وکړي نو هغه وايي چي تر کومه وخته چي دوی ته انصاف نه وي رسېدلی تر هغه وخته د زخمونو رغېدو پروسه هيڅ پېلېدلای نه سي. او د جګړې مظلومين په همدغه تمع دي چي د کاراچيچ محکمه به دوی ته انصاف ورکړي او داچي و کاراچيچ ته د هغه سزا ورکول به د دوی زخمونه ساړه کړي. دا چي کاراچيچ ته هر ډول سزا ورکول سي ښايي د جګړې د مظلومينو او د ډليزې وژنې د قربانيانو د کورنيو لپاره بسيا نه وي. خو بيا هم دغه حقيقت چي اوس کاراچيچ د تېر وخت سره مخامخ کيږي او هغه به محکمه کي د خپلو کړونو ځواب ويلو ته مجبوره دی د قربانيانو د زياتو کورنيو لپاره د تسليت منبع ګرځي.

کاراچيچ به ښايي په خپله محکمه کي کوښښ وکړي چي ثابته کړي چي د ته د حکومت لخوا د دغو کړونو حکم ورکول سوی ؤ او دی مجبوره ؤ چي احکام پر ځای کړي
کاراچيچ به ښايي په خپله محکمه کي کوښښ وکړي چي ثابته کړي چي د ته د حکومت لخوا د دغو کړونو حکم ورکول سوی ؤ او دی مجبوره ؤ چي احکام پر ځای کړيانځور: picture-alliance/ dpa

د بوسنيا جګړه په کومه کښي چي د بشريت پر ضد جرمونه تر سره سوه او پکښي د مليت وژنې ناوړه کړنې تر سره سوې د نوي تاريخ د هغو جګړه څخه يوه ده چي تر اوسه په بشپړه توګه د دواړو اړخونه تر منځ تصفيه سوې نده. تر ننه پوري د سربيا حکومت پدې ټينګار کوي چي کوم بشر ضد کړنې چي تر سره سوي دي په هغه کي د بوسنيا د حکومت لاس نه ؤ او نه هم د حکومت له خوا د دغو کړنو امر ورکول سوی ؤ. د بوسنيا حکومت او په همدې ډول زيات سربيايان د بشري حقونو د تر پښو لاندي کولو تورونه ردوي او وايي جرمونو د ټولو ښکيلو ګروپونو لخوا تر سره سوي دي. د بېلګي په توګه د بوسنيا اولس مشر بوريس تاتيچ په دغه نژدې ورځو کي يو ځل بيا خپل هيواد پړنتيا رده کړه او نوموړي اعمال يې د کورنۍ جګړې او اشخاصو د ناوړه اعمالو پايلې وبللې او نه د يوه حکومت پاليسي. خو دا يوه څرګنده خبره ده چي د سلوبودان ميلوسوويچ په حکومت کي په پراخه کچه د بوسنيا و سربيانو ته د مسلمانو بوسنيايانو پر ضد وسله او استخباراتي معلومات د حکومت لخوا ورکول کېدل.

کاراچيچ به ښايي په خپله محکمه کي کوښښ وکړي چي ثابته کړي چي د ته د حکومت لخوا د دغو کړونو حکم ورکول سوی ؤ او دی مجبوره ؤ چي احکام پر ځای کړي. که نوموړی پدې وتوانيږي نو بيا به سربيا د يوه هيواد په توګه د خپل ځان څخه په محکمه کي د دفاع کولو ته اړ سي او ښايي د بوسنيا لخوا ترې نه په مليارډونه ډالره د جګړې تاوان وغوښتل سي.

د جګړې پروخت د سربيا اولس مشر چي په ډنهاګ کي د محکمې د تر پايه رسېدلو له مه مړ سو تر ټولو ستر سربيايي جنګي مجرم ګڼل کيدی. د ډنهاګ د محکمې څارونوالانو د ميلوسوويچ د محکمې څخه زدکړه کړې ده او ددې ځل به کوښښ کوي چي يوازي جدي تورونه مطرح کړي تر څو دغه محکمه ډېره اوږده نه سي او کاراچيچ ژر تر ژره خپلو د جرمونو سزا وويني. د جګړې يو بل مهم جنګي مجرم رادکو ملاديچ دی چي لا تر اوسه پسي لټون روان دی. خو ددې ښه چانسونه سته چي هغه هم ونيول او محکمه کړل سي.

د کاراچيچ محکمه به ښايي د نورو ډيکټاټورانو او بشري حقونو تر پښو لاندي کوونکو مشرانو لپاره ښه مثال پريږدي چي هر مجرم به د خپلو اعمالو جواب ويلو ته اړ ايستل کيږي.

Spasovska, Verica/ احمد ولي اڅګزی

کتونکی. زيارمل