1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راستانه سوو کډوالو ته دي دايمي کارونه پيدا سي

حسين سيرت/ مسعود جهش۱۳۹۲ آذر ۲۶, سه‌شنبه

د کار نړیوال سازمان افغانستان ته د راستنو شویو کډوالو په اړه یو رپوټ خپور کړی دی او غوښتي یې دي چې هغوی ته باید د کار شرایط برابر شي. د دغه رپوټ پر اساس افغانستان ته ستانه شوي ګډوال د معیشت ښه کیدو ته ډیر اړتیا لري.

https://p.dw.com/p/1AbAw
انځور: picture-alliance/AP

په هغه رپوټ کې چې د کار د نړیوال سازمان له خوا جوړ شوی دی راغلي دي چې راستانه شوي ګډوال په افغانستان کې موقت کارونه لري. دغه رپوټ د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ ته سپارل شوی دی، څو د راستنو شویو کډوالو په اړه یوه پریکړه وکړي.

د کار د نړیوال سازمان استازي هیدکي کاګوهاشي، د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د دسمبر ۱۷) په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل: «زموږ د پيغام اساس دا دی چې موږ په دې اړه د حل یوه لاره نه لرو. موږ په دې برخه کې حل لارو ته اړتیا لرو.»

د دغه سازمان چارواکو ټینګار وکړ چې راستانه شوي کډوال یا خو بېکاره دي او يا خو هم ډیر موقتي کارونه لري چې نه شي کولای د هغوی ستونزې له منځه یوسي. د کار نړیوال سازمان ټینګار کړی دی چې افغان دولت او ټول کورني او نړیوال سازمانونه باید دې موضوع ته ډیر پام واړوي.

راستنېدونکي کډوال
راستنېدونکي کډوالانځور: Tanveer Mughal/AFP/Getty Images)

د کار د نړیوال سازمان د رپوټ له مخې تر اوسه پورې یوازې ۲۶ سلنه راستانه شوي کډوال په دې توانیدلي دي چې د ځان له پاره کارونه پیدا کړي. په داسې حال کې چې د راستانه شوو کډوالو پاته برخه بېکاره دي او یو ځل بیا د کار موندلو په موخه بهرنیو هیوادونو ته سفر کولو ته اړيږي.

په رپوټ کې راغلي دي، هغه کارونه چې د لنډ مهاله پروژو له لاري راستانه شویو کډوالو ته ورکول کیږي، ډیر وخت دوام نه کوي. په دې رپوټ کې همداراز ټینګار شوی دی چې کډوالو ته باید د دایمي کارونو د موندلو هڅې وشي.

د افغانستان د کارګرانو د اتحادیې مشر معروف قادري، په دې کنفرانس کې وویل چې عودت کوونکي د کار له پاره ایران او پاکستان ته ځي او په ډیرو سختو شرایطو کې کار کوي. هغه زیاته کړه: «زموږ اندیښنه دا ده، هغه کارګران چې ګاونډیو هیوادونو ته ځي د کارفرامایانو له خوا ورته تریاک ورکول کیږي، څو د دوو ورځو کار په یوه ورځ وکړي. اوس تر هر پله لاندې ډیر معتادان پراته دي.»

د کار د نړیوال سازمان د شمیرو له مخې اوس مهال ۷۷ سلنه افغانان په کار بوخت دی خو د هغوی کارونه لنډ مهاله دي. په عین حال کې د دغه سازمان له خوا به خپاره شوي رپوټ کې راغلي دي چې ۴۸.۲ سنله افغان کارگر د کار سم شرایط نه لري او د هغوی معاشونه نه شي کولای چې مصرفونه یې پوره کړي.

ښاغلي قادرې وویل، تر هغه وخته پوري چې ستانه شوي کډوال په فابریکو او معادنو کې دایمي کارونه و نه مومي، د هغوی ستونزي به حل نه شي. هغه زیاته کړه: «زموږ غوښتنه دا ده چې د کرهڼي او معادن په سکتور کې دایمي کارونه رامنځته شي. په موقتي کارونو کې هیڅوک خوندي نه دي.»

د کار د نړیوال سازمان د شمیرو له مخې د افغانستان ۷.۱ سلنه اوسیدونکي بېکاره دي. دې سازمان ویلي دي چې ډیر کسان د کار موندلو له پاره لویو ښارونو ته راځي چې دغه موضوع په خپله د کرهڼي د سکتور د ضعیفه کیدو لامل کیږي.