1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راسموسن : د ناټو نظامي ماموريت نبايد دايمي شکل ولري

۱۳۸۸ مرداد ۲۳, جمعه

د ناټو نوي عمومي منشي راسموسن يوه اونۍ مخکښي د افغانستان څخه ليدنه وکړل ،تر څو د امنيتي وضعي څخه پخپله د نژدې يو تصوير ولري ...

https://p.dw.com/p/JBbw
راسموسن
راسموسنانځور: picture-alliance/ dpa

او د کرزي حکومت ته خاصتاًد انتخاباتو پر وخت د ملاتړ او همکارۍ وعده ورکي .

خو ده وويل چه په افغانستان کښي د ناټو نظامي ماموريت نبايد دايمي شکل ولري . دده څخه د ناټو په مرکز بروکسل کښي د يوه کنفرانس په ترځ کښي پوښتنه وسول ،چه دی څنګه په افغانستان کښي د يوه پوځي ماموريت برياليتوب تعريفوي ،تر څو د هغه پر اساس ناټو راووزي .

ده وويل چه ،« برياليتوب به داوي چه دامنيتي مسايلو مسؤليت افغانانو ته وسپارل سي . برياليتوب دا هم دی چه يوه سوله ايزه او باثباته ټولنه رامنځته ،ښه حکومتي رهبري ،د بشر د حقوقو مراعت او يو قانوني دولت رامنځته سي . »

ده اضافه کړل چه په دغه برياليتوب کښي نه يوازي ناټو ،بلکه نور مدني او بين امللي سازمانونه لکه ملګري ملتونه هم رول لري .

کريستوف هيزل باخ/

کتونکی : محمد قاسم نوري