1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راسموسن: په پلان کي مو بدلون نه راځي

۱۳۹۱ شهریور ۱۴, سه‌شنبه

د ناټو عمومي منشي ويلي دي، چي د افغان سرتیرو له خوا پر بهرنیو ځواکونو باندي بریدونه له افغانستان څخه د ناټو د وختي وتلو عامل نه شي کيدای. دا په داسي حال کي ده، چي په دې وروستيو کي دغه شان بريدونه ډير شوي دي.

https://p.dw.com/p/1635k
انځور: Reuters

راسموسن ویلي دي، چي له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو د وتلو پلان به د افغان سرتیرو له خوا د بریدونو له کبله، بدلون و نه مومي. هغه زیاته کړې ده، چي د افغانستان امنیتي مسئولیتونه به د پلان له مخي په تدریجي ډول افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارل شي، او د ناټو بهرني ځواکونه به د پلان له مخي د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري له افغانستان څخه ووزي.

راسموسن له رویترز خبري آژانس سره په یوه مرکه کي ویلي دي: «دغه بریدونه د اندیښنې وړ دي. دغه بریدونه د افغان او بهرنیو ځواکونو تر منځ د اعتماد فضا له گواښ سره مخامخ کړې ده... په سیمه کي زموږ قوماندانانو د دې يرغلونو د مخنیوي له پاره لازم اقدامات نيولي دي ... دغه بریدونه به له افغانستان څخه زموږ د وتلو په پلان کې بدلون را نه ولي.»

د ناټو سرمنشي زیاته کړه چي په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو هدفونو، ستراتیژي او مهالویش بدلون نه دئ موندلی.

یوازي په روان کال کي په افغانستان کې د افغان سرتیرو له خوا پر بهرنیو سرتيرو باندي په يرغلونو کي د ناټو۴۵ سرتیري وژل شوي دي. له دې ډلي څخه ۱۵ تنه ئې یوازي د اگست په میاشت کې وژل شوي دي. په داسې حال کي چي په دغه شان يرغلونو کي په ټول ۲۰۱۱ کال کي۳۵ تنه بهرني سرتیريٍ وژل شوي ول.

راسموسن ویلي دي چي هغه په دې اړه اندیښنه نه لري چي د افغان ځواکونو له خوا پر بهرنیو ځواکونو باندي بريدونه به د دې لامل شي، چي د ناټو یو شمیر غړي هیوادونه پریکړه وکړي چې له افغانستان څخه خپل ځواکونه تر ټاکلي وخت دمخه را وباسي.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند ویلي دي، چي د ۲۰۱۳ کال تر پايه پوري به خپل ځواکونه له افغانستان څخه راوباسي. د نوي زیلاند ولسمشر هم دا خبره کړې ده چي خپل ځواکونه به له افغانستان څخه تر وخت دمخه را وباسي.

پر بهرنیو ځواکونو باندي د افغان سرتیرو تر بریدونو وروسته، د افغانستان د دفاع وزارت د سرتیرو د جذبولو په بهیر کي د لا ډیرو څېړنو له پاره نوي اقدامات سوي دي. دغه راز افغان چارواکو ویلي دي، چي د ټولو سرتیرو سوابق به وڅېړي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل