1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

راشد خان د آسترالیا په بیګ باش سیالیو کې لوبیږي

۱۳۹۶ شهریور ۲۳, پنجشنبه

د افغانستان ورو توپ اچوونکی یا سپین بالر راشد خان به د آسترالیا د بیګ باش کریکټ سیالیو کې ولوبیږي. د آسترالیا د بیګ باش سیالیو تنظیموونکو د پنجشنبې په ورځ ویلي په دې ۲۰ اوریزو سیالیو کې يې راشد خان ته قراداد ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/2jxP5
Afghanistan Rashid Khan Cricketer
انځور: Getty Images/AFP

په ورته وخت کې د افغانستان ۱۸ کلن مسلکي بالر راشد خان د هندوستان د کرکټ په پریمیر لیګ سیالیو کې هم یو له بریالیو توپ اچوونکو څخه وو او په دې نوي قرار داد سره به راشد خان د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې لومړی افغان لوبغاړی وي چې د بیګ باش په نامه د استرالیا په مشهور کرکټ لیګ کې لوبه کوي.

د بیګ باش د هغې لوبډلې لخوا چې راشد خان یې اخیستي په یوه خپره شوې اعلامیه کې د راشد خان له قوله لیکلي چې «زه ډیر خوښ یم چې د بیګ باش په سیالیو کې له سټرایکر لوبډلې سره تړون لاسلیکوم.»

نوموړي همدا راز زیاته کړې چې دا د ډیر ویاړ ځای دی چې په دې ډول د کرکټ په یوه ټورنمنت کې لوبیږم او تر ټولو ډیر د ویاړ خبره دا ده چې زه د  افغانستان له پاره لومړنی افغان لوبغاړی وم چې د آسترالیا په بیګ باش سیالیو کې به ولوبیږم.»

«په ډېره علاقه او کنټرول سره»

د اډالیډا سټرایکر لوبډلې روزونکي یا کوچ جیسون ګیلیسپي  چې له دې وروسته به ورسره راشد خان هم ملتیا کوي، د راشد له لوري د تړون لاسلیک کول ستایلي.

ګیلسپي همدا راز وویل چې «راشد خان په خپله انرژۍ، علاقه او ډیر کنټرول سره د ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو کې رڼا خپره کړې.» نوموړی زیاتوي چې هغه د اتوپ اچوونې ځانګړي ډولونه لري، کولای شي چې مخامخ ویکټو ته بال وکړي او په ځینو وختونو کې بیټس مین یا توپ وهوهنکی نه پوهیږي چې توپ کومې خوا ته روان دی.

د ایدیلیدا سټرایکرز لوبډلې هم د راشد خان راتګ ستایلی او ویلي یې دي چې «موږ خوښ یو چې راشد خان ته د ایډیلیډا په لوبډله کې د لوبیدو وړاندیز کوو.»

د ا فغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې دغه ۱۸ کلن لوبغاړي تر اوسه پورې په ۲۹ یو ورځنیو سیالیو کې ۶۳ ویکټي اخیستي او د ۱۸ منډو یا رنزونو په بدل کې د ۷ کسانو په سوځولو سره راشد خان د نړیوال کرکټ پا تاریخ څلورم ځای خپل کړ. راشد خان دغه کارنامه د تیرې جون میاشتې په ترڅ کې د افغانستان او ویست انډیزو د لوبډلو ترمنځ په خپل نامه ثبت کړه.

راشد خان په دې وروستیو کې هم د کربین پریمیر لیګ کرکټ سیالیو کې یو بل تاریخ په خپل نامه ثبت کړ. نوموړي وکولای شول چې د دې سیالیو په ترڅ کې د لومړي ځل له پاره هټریک ترسره کړي. د کربین لیګ په سیالیو کې راشد خان د ګیانا امازون واریرز لوبډلې له پاره لوبه کوله. هیره دې نه وي چې د بیګ باش په نامه د استرالیا د کرکټ سیالي د روان کال د ډسمبر په میاشت کې پیلیږي چې دا ځل به د نړۍ د کرکټ له ګڼ شمیر ستورو سره راشد خان هم د لوبې میدان ته کوز شي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (28.07.2015):