1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

راشد خان په لږ وخت کې لويي لاس ته راوړني

۱۳۹۶ فروردین ۲۱, دوشنبه

یوازي په دوو لوبو، افغان ځوان لوبغاړي راشد خان، د هندوستان د کریکټ په شل اوریزه لیګ یا IPL کې ځان ډیر مطرح کړ. هغه وایي لوی ارمان یې خپل هیواد ته د تست لوبو ترسره کول دي.

https://p.dw.com/p/2ayb1
Afghanistan Rashid Khan Cricketer England Lions vs Afghanistan
انځور: Getty Images/F. Nel

د «سن رایزرز حیدرآباد» لوبډلي د هندوستان د شل اوریزه لوبو د لیګ تر پیلیدو مخکې هغه وخت ټول حيران کړل چې ځوان افغان لوبغاړی راشد خان یې په ۴۰ میلیونه هندۍ روپیو چې ۶۲۰۷۸۰ ډالره کیږي رانياوه.

تر راشد مخکې بل افغان لوبغاړی محمد نبي هم همدې لوبډلي په۳۰ لکه هندي کلدارو رانیولی وو.

خو داسې ښکاري چې د حیدرآباد لوبډلي د راشد په اړه پوره معلومات ترلاسه کړي ول او له همدې کبله یې هغه په لوړه بيه رانیو. راشد په خپله لومړۍ لوبه کې دوه ویکيټه او بیا په دویمه لوبه کې درې ویکټه واخیسته. په دویمه لوبه کې د هغه ویکټ ځکه ډیري مهم ول چې راشد په خپلو څلورو اورونو کې یوازي ۱۹ منډي ورکړې.

راشد خان لومړی افغان لوبغاړی دی چې د هند په شل اوریز لیګ کې لوبیږي. که څه هم هغه له خپل تازه شهرته خوند اخلي خو وایي چې اوږد مهاله اهداف لري.

۱۸ کلن راشد خان په تلیفوني خبرو کي رویترز خبري آژانس ته وویل: «هدف مې خپل هیواد ته د تست لوبو ترسره کول دي.»

افغانستان په وروستیو کلونو کې د کریکټ په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی. دغه هیواد تیره میاشت ایرلند ته په انترکاننتل کپ کې سخته ماتې ورکړه. د افغانستان وروستیو بریاو د دې چانس چې دغه لوبډله دې د تست کریکټ چانس ترلاسه کړي، ډیر کړی دی.

خو راشد خان، اوس د هندوستان په شل اوریزه لیګ کې، له خپلې لوبې خوند اخلي. هغه په دویمه لوبه کې د لوبې غوره لوبغاړی او د لیګ تر ټولو ‌ډیر ویکټ اخیستونکي توپ اچوونکی شو.

راشد وایي: «د لویو لوبغاړو لکه وارنر، یووراج، کین ویلیم سن، سره لوبه زما له پاره ډیره ښه تجربه ده. زموږ روزونکي چې پکښې توم مودي، موتیا مورالیتاران شامل دي، ډیر ښه دي. دا هر څه د سړي پر لوبې اغېزه کوي.»

راشد خان وایي چې لا تر اوسه پوري یې پریکړه نه ده کړې چې خپلي نوې ګټلې پیسې به څرنګه مصرف کړي. هغه وایي: «زه هیڅ په فکر کې نه لرم. زه له درو میاشتو راهیسې په دوامداره توګه کریکټ کوم.»

هغه زیاته کړه: «زه له ډیر وخت راهیسې کور ته نه یم تللی. کله چې زه بیکاره شم، او کور ته ولاړ شم نو بیا به له خپلې کورنۍ سره خبري وکړم او یوه پریکړه به وکړو.»

 

زموږ له ارشيف څخه: