1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رايس: د فلسطنيانو دپاره اوس لا پيسې نشته

۱۳۸۵ بهمن ۲۷, جمعه

سره له دې چې د فلسطنيانو د ملي يووالي يو حکومت رامنځ ته شوی دی، خو متحده آيالات يوازې هغه مهال خپلو مالي مرستو ته دوام ورکول غواړي، که د دوی شرطونه ټول پوره شي.

https://p.dw.com/p/DKFM
رايس ښايي چې د شنبې په ورځ نژدې ختيځ ته سفر وکړي
رايس ښايي چې د شنبې په ورځ نژدې ختيځ ته سفر وکړيانځور: AP
د امريکې د بهرنيو چارو وزيرې کندوليزا رايس وويل چې تر اوسه پورې يې نه دي اورېدلي چې آيا نوی حکومت غواړي د اسرائيلو موجوديت په رسميت وپېژني، له تشدد څخه لاس واخلي او دا چې خپلې ټولې ژمنې پوره کړي. پرون د فلسطينيانو ولسمشر محمود عباس په اوسني لومړي وزير اسماعيل هنيه باندې غږ کړی و چې د پنځو اونيو په ترڅ کې دې دی يو نوی حکومت جوړ کړي. رايس ښايي چې د شنبې په ورځ نژدې ختيځ ته سفر وکړي.