1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راينلند- فلس ته لنډه کتنه

۱۳۹۱ مهر ۱۱, سه‌شنبه

د انګورو تپې، صنعتي دستګاوي، غوندۍ او لرغوني ښارونه ـ د راين درياب ددغو ټولو له خوا څخه تيريږی. ...

https://p.dw.com/p/I7is
انځور: picture alliance / dpa

د دغه ښار تر شا هم سړی د طبيعت ډيرې ښکلې کاروني او لرغوني ځايونه ليدلای شی. دآلمان په لويديځ کې د موزل او راين ددريابونو ترمنځ پروت او د آيفل، هونسروک او د فلس د ځنګلونو په منځنيو غرونو غزيدلئ ايالت رايلند فلس دئ چې په زراعت او په تيره د انګورو څخه د واين(شرابو) په جوړولو کې خورا نوم لری. له همدې امله يي د انګورو او شلغمو ځالی هم بولي. د راين هيسين دانګورو او شرابو دغه سيمه په آلمان کې ترټولو ډیر شراب توليدوی، او هرکال د شرابو نوي ډولونه راباسی. د اهر، موزل او سار په سيمو کې هم شراب توليديږی.

راينلند - فلس د عرضې لپاره ډير څه لری: د منځني راين په دره کې د «لورالای تيږې» نه يواځې د يونسکو د نړيوال ميراث په توګه بلل کيږی بلکې په آلمان کې د بهرنيو سيلانيانو د پام وړ ليدنځايونو څخه هم ګڼل کيږی. د آلمان له لرغونو ښارونو څخه د ترير ښار، د موزل دره او اورغورځوونکی آيفل په خپلو جيولوجی په زړه پورې معلوماتو سره د سيلانيانو د پام وړ دی. دايالت په پلازمينه ماينڅ کې ۵۰۰ کاله مخکې يوهانيس ګوتنبرګ دچاپ هنر اختراع کړ. په شپيير کې د کليسا جوړښت د آلمان د کليسا جوړونې تر ټولو دپام وړ جوړښت دی. په هغو کې د آلمان د قيصرانو او پاچاهانو تر اتو نه کم نه دی ښخ شوی.

په زړه پورې زراعت او لرغونتوب

که څه هم چې د جوړښت له پلوه دغه ايالت زراعتی دی، خو راينلند – فلس د کيميايي دواجوړولو مرکز هم دی، لکه په لودويګسهافن کې « BASF باسف» او يا په اينګلسهايم کې « بورينګر» شرکتونه. باسف په ۲۰۰۷ زيږديز کال کې په نړيواله کچه له ۵۷ ملياردو ايرو نه ډيره خالصه ګټه درلوده. بورينګر په آلمان کې په کورنۍ کې پاتې وروستی دارويي شرکت دی.

معلومات

نفوس: ۴،۰۴ مليارد تنه

مساحت: ۱۹،۸۵۳مترمربع

پلازمينه: ماينڅ

د بنسټ نيټه: ۳۰.۰۸.۱۹۴۶

اقتصادی اهمې څانګې: کيميا او ماشين جوړونه

که راينلند - فلس په نولسمه پيړی کې وجود درلودلای نو په ترير کې زيږيدلای کارل مارکس به ددغه ايالت نوميالئ زوی وای. خو اوس دا وياړ د آلمان د پخواني صدراعظم هيلموت کول دی.

له طبيعي انګورو سره برياليتوب او پرمختګ

د منځني راين دره
د منځني راين درهانځور: Hartmut Heintz

د راين درياب په خپل حضور له راينلند ـ فلس څخه په غورځنګونو تيريږی: د فلس له ځنګلونو، د لودويګسهافن د صنعتی دستګاوو، د منځني راين له درو، د يونسکو له نړيوال ميراث او د راينهيسين د انګورو له سيمو څخه.

دغره له څوکې څخه که سړی وګوری يوه په زړه پورې منظره وينې: د شمال خواته د راين او هونسروک په لوري او لويديځ خواته د راين هواري د راينلند - فلس د پلازمينې ماينڅ په لوري. په راينلند - فلس کې د اقليم له لحاظه د آلمان دوه پر دريمه برخه شراب جوړيږی.

د لانګينلونسهايم په غونډيو کې چې خلک له سوونو کلونو راپديخوا شراب جوړوی، د تاکونو باغونه يي په « څويلبريښ» کې دی. د هارتموت هاينڅ او دده کورنۍ په ۲۱ هکتاره ځمکه کې د انګورو تاکونه روزی.

د شرابو جوړولو ۳۰۰کلن رواج

له ۱۷۱۱ زيږديز کال څخه د کرنې ګډ کار د غنمو کرنه، مالداری او شراب يوازې د ځان لپاره پیل شول چې اوس يي د شرابو جوړلو راتلونکې ته پرمختيا کړيده. او د انګورو مختلف ډولونه روزل کيږی. د انګورو تاکونه يو له بله دری متره واټن لری.هاينڅ وايي چې په دې توګه تاکونو ته ښه رڼا ، هوا او لمر رسيږی او د خرابيدو مخه يی نيول کيږی.

په بيولوژيکه - فعاله بڼه د تاکونو روزنه

د هارتموت هاينڅ تاکونه له کلاسيکو تاونو څخه دوه چنده واټن لري
د هارتموت هاينڅ تاکونه له کلاسيکو تاونو څخه دوه چنده واټن لريانځور: Hartmut Heintz

دتاکونو لپاره کيمياوی کود وينڅر ردوی. دئ خپل شراب تر ممکنه حده په طبيعی ډول توليدوی. « زموږ موخه تل همدا وه چې زراعتی مځکې په طبيعی ډول خپل قوت ښه کړی. داسې نور امکانات هم شته چې د مځکې تازه والئ لوړ شی، او د انګورو اصلی خوند لاسته راوړل شی.»

په دې توګه هاينڅ په طبيعی او فعاله توګه د تاکونو د روزلو لپاره د منرالونو او ګياوو څخه له په خپله جوړ کړي طبيعی کود څخه کار اخلی.

دانګورو په تاکونو اور ولګيد

دده پلار په طبيعی توګه د تاکونو روزل پيل کړي وو، چې په کلي کې په لومړي سر کې د سلګونو کلونو د رواج په وړاندې پردی ښکاريدل: « که دلته څوک يو کار بل ډول وکړی، نورو ته د پوهيدو وړ نه دی او له ضديت سره مخامخ کيږی. داسې يوځل زما له پلار سره هم وشول دده تاکونه يي پرې کړل او يوځل يي يوې برخې ته اور ورته کړ.»

هاينڅ وایی چې نن ورځ هيڅ ستونزې نشته. برخلاف : د طبيعی توليداتو د غوښتنې له لارې ددوی سوداګري ښه پرمختګ کړيدی. اوس هاينڅ په ټوله نړی کې ۸۰۰۰ شخصی پيرودونکو ته طبيعی شراب رسوی او د آلمان په ډيرو د طبيعی توکو د پلورلو په دوکانونو کې دده شراب پيداکيږی. ددوی ډيرو ډولونو جايزې هم ګټلی دي.

په کرنه يا زراعت کې د جوړښت بدلون

هارتموت هاينځ د شرابو د څېړلو پر مهال
هارتموت هاينځ د شرابو د څېړلو پر مهالانځور: Hartmut Heintz

دئ د راتلونکې په باب سوچ کوی. ځکه کرنه او له هغه سره د تاکونو روزنه د جوړښت دبدلون په حال کې دي:«په راينهيسين کې ډيرې وړې دستګاوې د لويو دستګاوو د جوړولو لپاره سره يوځای شوې.» د وينڅر په ډيرو کورنيو کې وارث نه ليدل کيږی ځکه ډير ځوانان ښارونو ته ځی او نور مسلکونه غوره کوی.

هارتموت هاينڅ هيله لری چې دده ۲۲ کلن زوی يا ۲۰ کله لور به وروسته دده شرکت په غاړه واخلی. خو دئ په نورو خبرو هم سوچ کوی چې څنګه به يی کاروبار پرمخ ځي. « کيدای شوای چې يوه وينڅر يو چاته له ښاره څخه ددې امکان برابر کړی وای چې په دستګاه کې شامل شی.»