1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راپور: بې له امنيتي تړونه په افغانستان کي ګډوډي پيښيږي

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ دی ۸, یکشنبه

د امريکا متحده ايالاتو استخباراتي ادارو په خپلو تازه اټکلونو کي ويلي دي چي په تيرو درو کلونو کي هغه برياوي چي د افغانستان په جنګ کي امريکا او متحدانو يې په لاس راوړي دي کېدای سي بيرته پایماله سي.

https://p.dw.com/p/1Ai6u
انځور: T.White/AFP/Getty Images

واشنګټن پوست ورځپاڼي د شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د دسمبر ۲۸) د هغه چا په حواله چي د اټکلونو په اړه يې راپور جوړ کړی دی، ليکلي دي چي که چيري تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کي امريکايي عسکر پاته سي دغه برياوي به تر ۲۰۱۷ کاله پوري بيرته په لاس ور نه سي.

ورځپاڼه ليکي چي د امریکا د ملي امنيت اټکلونه دغه راز وړاند وينه کوي چي که کابل او واشنګټن د دوه اړخيز امنيتي تړون د لاسليکولو پر سر موافقې ته نه ورسيږي، تر ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کي هرج و مرج پيښ سي او دغه هيواد به ډېر ژر سقوط وکړي.

دغه تړون بايد لاسليک سي، څو د دغه فقير هيواد له پاره د امریکا متحده ايالاتو او شريکو هيوادونو له خوا په ميلياردونو ډالره مرستي يقیني سي.

واشنګټن پوست ورځپاڼه د امريکا د استخباراتو د يوه چارواکي په حواله چي د دغو اټکلونو په اړه جوړ سوی راپور يې لوستی دی، لیکلي دي چي «په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو او مالي مرستو په نه شتون سره به وضعيت ډېر ژر بدتره سي.»

په راپور کي راغلي دي چي «د طالبانو بيا راڅرګندېدل حتمي نه ښکاري.» خو په دغه هيواد کي به محلي چارواکي او ډلي قدرت په لاس کي واخلي.

خو ورځپاڼي ويلي دي: چي يو شمېر چارواکو دغه راپور داسي احساس کړی دی چي دا کېدای سي د امريکا په تاريخ کي تر ټولو د يوه اوږده جنګ چي تر حد زيات نااميده وو او دغه راز د افغان امنيتي ځواک پرمختګ ته پاملرنه سوې نه ده احتمالي نتيجه وي.

افغان ولسمشر حامد کرزي له امريکا متحده ايالاتو سره د دوه اړخيز امنیتي تړون له لاسليکولو څخه ډډه کړې ده او ويلي يې دي چي دغه تړون دي د افغانستان راتلونکی ولسمشر لاسليک کړي.

دغه تړون په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو حضور ته زمينه برابروي. امريکا متحده ايالاتو ويلي دي، که چيري له کابل سره دغه تړون لاسليک کړي نو له ۸۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰۰ تنو عسکر به په افغانستان کي له تروريزم سره د مبارزې له پاره پريږدي.

ناټو هم ويلي دي چي که کابل له واشنګټن سره تړون لاسلیک کړي نو دوی به هم په ۲۰۱۵ کال کي په افغانستان کي يو نوی روزنيز ماموريت پيل کړي. د دوی په خبره د دغه ماموريت موخه به د افغان امنيتي ځواک روزنه او تجهيز وي.

په پلان کي ده چي د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري له افغانستان څخه ټول ۸۴۰۰۰ بهرني عسکر په بشپړه توګه ووځي.