1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راپور: تر نيمايي ډير افغانان په رواني ناروغيو اخته دي

۱۳۸۹ مهر ۱۸, یکشنبه

د افغانسان د عامي روغتيا وزارت او د نړيوال روغتيايي سازمان له لوري د رواني ناروغيو د نړيوالي ورځي په مناسبت يو خپور سوي نوي رپوټ کاږي چي تر نيمايي ډير افغان وګړي په بيلا بيلو رواني ناروغيو اخته دي.

https://p.dw.com/p/PaeQ
انځور: picture-alliance/dpa

د اکتوبر د مياشتي لسمه نېټه هر کال د رواني ناروغيو د نړيوالي ورځي په توګه په ټوله نړۍ کي لمانځل کيږي.

په رپوټ کي راغلي چي تر شپيته سلنه ډير افغانان په ډول ډول رواني ناروغيو اخته دي او بد امنيتي حالت او ناوړه اقتصادي وضيعت د دغو ناروغيو اصلي عامل دي.

رپوټ کليوالي سيمي د رواني ناروغيو ډيري اغيزمني سوي په ګوتو کوي، چي پکښي روغتيايي خدمتونه يا ډير ضعيف او يا په هيڅ شمار دي.

د عامي روغتيا وزارت سرپرستي وزيري ثريا دليل د دغي ورځي د لمانځلو پر مهال وويل چي وزارت يې دومره پراخ امکانات نه لري چي د ملک په کچه د رواني ناروغانو درملنه وکړي.

مېرمن دليل هغه لاملونه چي د افغانانو تر منځ د رواني ناروغيو د پراخيدو عامل ګرځېدلي په لاندي ډول په ګوته کړل.

« کورنۍ ستونزي، نا امني، ټيټ او ناوړه اقتصادي حالت، د رواني صحت خرابوالی، پراخ ټولنيز بدلون، پر فشار سربيره کاري حالت، جنسي تبعيض، سلامتي نيمګړتياوي او له بشري حقونو څخه متواتري سرغړوني، هغه لاملونه دي چي د رواني ناروغيو عامل ګرځي».

په داسي حال کي چي دمګړی په افغانستان کي څو د ګوټو په شمير د رواني ناروغانو د معالجي روغتونونه شتون لري، يو شمير ناروغان شکايت کوي چي په دغو روغتونونو کي لازمي طبي اسانتياوي په پام کي نه دي نيول سوي او تش په نامه روغتونونه دي.

د کابل د صحت رواني په روغتون کي د يوې بستر سوي پيغلي مور چي د هغې د کټ تر څنګ ناسته وه دويچه ويله ته وويل:

« دلته هيڅ نه سته، ډاکټرنه سته، نرسان نه سته، دارو درمل خو په سترګو هم نه ليدل کيږي، په روغتون کي تيره شپه بريښنا هم نه وه، څه سوي دومره ډيري پيسي چي له افغانستان سره مرسته سوي دي، موږ خو په سترګو هم و نه ليدې، دا زموږ د روغتو نونو حال دی، تر دي خو د موټرو ورکشاپ هم ښه دي».

په افغانستان کي د روغتيا د نړيوال سازمان استازي ډاکټرپيتر ګراف بيا وويل چي دوی د عامي روغتيا له وزارت سره د رواني ناروغانو د معالجې په برخه کي د افغان ډاکټرانو د وړتيا د لوړولو دپاره تخنيکي مرستي کوي.

د روغتيا د نړيوال سازمان له لوري د افغانستان د څانګي استازي همدا راز وويل چي په دغو شپيته سلنه افغانانو کي چي په رواني ناروغيو اخته دي ډيری شمير يې ښځينه دي.

« موږ وايو چي رواني صحت د عامي روغتيا وزارت لومړي توب دی، په دې برخه کي بايد پانګونه لوړه سي، موږ چمتو يي چي د تخنيکي وړتيا د لوړولو په برخه کي له افغان دولت سره مرسته وکړ».

که څه هم د عامي روغتيا وزارت او د روغتيا نړيوال سازمان د افغانستان تر شپيته سلنه ډير خلک په رواني ناروغيو اخته بولي خو ښايي دا شميره تر دې هم لوړه وي دا ځکه چي د افغانستان يو شمېر داسي سيمي سته چي د حکومت او خيريه سازمانونو تر پوښښ لاندي نه دي.

په دغو سيمو کي د ناروغانو د دقيقو ارقامو په اړه به هغه وخت خلکو ته کره معلومات ورکړل سي چي حکومت وکړای سي خپلي څېړندويه طبي ډلي او د سروي ډلګۍ هلته واستوي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل