1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راپور: طالبان بدل سوي، خو اوس هم گواښ دي

۱۳۹۰ بهمن ۲۳, یکشنبه

د طالبانو په اړه په يوه تازه خپاره سوي راپور کي راغلي دي چي، هغه سخت دریځه طالبانو چي څو کاله ئې پر افغانستان حکومت کاوه، اوس بدل شوي. او سولي ته زړه ښه کوي.

https://p.dw.com/p/142C4
انځور: AP

«طالبان اوس انټرنیټي ټولنیزو شبکو ته لاس رسی لري او د سولي په اړه خبري اتري کوي. خو له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته هغوی ته د یو گواښ په سترگه کتل کیږي.»

د افغانستان په اړه يوه څېړنيز مرکز چي نم ئې نه دئ اخيستل سوی په خپل راپور کي ليکلي دي چي د لویدیځو ځواکونو په وړاندي د طالبانو په دریځ کې پخوا داسي نرمښت نه وو لیدل شوی لکه اوس چې لیدل کیږي.

دغه راپور چي د فرانسې خپري آژانس خپور کړی دئ پکښي راغلي دي چي سخت دریځه طالبان چې پخوا ئې د القاعدې د ترهگري شبکې مشر اسامه بن لادن، ته پناه ورکړې وه اوس په قطر کې له امریکایانو سره خبري کوي. اوس لويه پوښتنه دا ده چې هغوی څوک دي او څه غواړي؟

دغه راپور وړاندي کاږي چې که په ۲۰۱۴ کال کې ټول بهرني جنگي عکسر له افغانستان څخه ووځي نو له يو شمېر افغانانو سره دا بيره ده چې کويا بيا به طالبان قدرت ونيسي.

راپور کاږي چي طالبان اوس د هغه وخت په پرتله بدل سوي دي چي په واک کي ول. هغوی اوس په رسمي توگه پرمختللې تیکنالوژي لکه انټرنیټ او تویترته لاس رسی لري او د آیساف له ویاند سره د تویتر شبکې له لاري یو پر بل ملنډي وهي.

له دغه مرکز څخه چي راپور ئې خپور کړی دئ يوه کاتي کلارک، په دې اند ده چې طالبان د افغانستان په جنوبي سمه کي ملاتړ لري.

کلارک له فرانسې خبري آژانس سره په خپلو خبرو کې ویلي دي:«ډيری افغانان داسي فکر کوي چې که چیري بهرني عسکر له افغانستان څخه ووزي یو وار بیا به کورنۍ جگړه پیل شي.»

خو ځیني پوځي او ملکي کارپوهان بيا شک لري چې یاغیان دي يوار بيا د ۱۹۹۶ کلونو په شان په دې وتوانيزي چې کابل دي ونیسي.

د طالبانو د دولت یو پخوانی لوړپوړی چارواکی مولوي قلم الدین، وایي: « طالبان، افغان دولت او ټوله نړۍ په دې پوهیږي چې دا ناممکنه ده چې یوازي یو اړخ دي د قدرت واگي په لاس کي واخلي.» هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده چې طالبان اوس واقعاً سوله غواړي.

قلم الدین د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د امربالمعروف و نهي من المنکرد ریاست مشري پرغاړه لرله او اوس د سولي د عالي شورا غړی دئ.

هغه د فرانسې خبري آژانس سره په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده چې دا خبره سمه نه ده چې طالبان یوازي وخت تیروي او تر ۲۰۱۴کاله هر څوک مصروف ساتي چې کله بهرني قواوې له افغانستان څخه راووزي نو گويا دوی به دا چانس ولري چې افغان دولت راوپرځوي او بیرته به قدرت ته ورسیږي.

د پاکستان نامتو لیکوال او د افغانستان کارپوه احمد رشید، بیا وایي چې د هغوی پایښت په مستقیمه توگه په گاونډي هیواد پاکستان کي د ځینو کړیو له خوا د هغوی پټنځایونو، او د لوژیستکي امکاناتو په برابرولو پوری تړلی دئ.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل