1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راپور: ملا رسول په پاکستان کي نيول سوی دی

۱۳۹۵ فروردین ۳, سه‌شنبه

پاکستانۍ ورځپاڼي «ايکسپريس تريبون» خبر ورکړی دی چي له طالبانو څخه د جلا سوي تر ټولو ستري ډلې مشر ملا محمد رسول په پاکستان کي نيول سوی دی.

https://p.dw.com/p/1IHJA
د طالبانو د نوي ډلي مشر ملا رسول
انځور: Getty Images/AFP/J. Tanveer

د رسنيو د راپورونو له مخي د افغانستان د طالبانو له ډلې څخه د بيل سوي ډلي مشر ملا محمد رسول په پاکستان کي نيول سوی دی. دا خبر په پاکستان کي د چاپېدونکي ورځپاڼي «ايکسپريس تريبون» له خوا ورکړل سوی دی.

يادي ورځپاڼي پخپله سه شنبې ورځي (د ۲۰۱۶ د مارچ ۲۲مه نېټه) ګڼه کي ليکلي دي چي د طالبانو د ياد قومندان د نيول کېدو په اړه معلومات يې د طالبانو له لويو قوماندانانو څخه تر لاسه کړي دي.

ورځپاڼه ليکي چي ملا محمد رسول د ملا محمد منصور له ډلې سره د جګړو له کبله پاکستان ته تښتېدلی وو. د تېر کال له دوبي راهيسي چي ملا منصور د طالبانو مشر اعلان سوی د طالبانو تر منځ په خونړيو جګړو کي ډېر جنګيالي وژل سوي دي.

«ايکسپرېس تريبون» پاکستانۍ ورځپاڼي په خپل راپور کي دا نه ده څرګنده کړې چي ملا محمد رسول کله نيول سوی دی.

پاکستان له يوه اړخه په افغانستان کي د سولي راوستلو له پاره د اتحاد يو غړی دی او له بلي خوا ورباندي فشار زيات دی چي د خبرو مېز ته د طالبانو د راوستلو په ترڅ کي همکاري وکړي.

پر پاکستان تور لګول کيږي چي په افغانستان کي د وسله والو مخالفينو ملاتړ کوي او له همدې کبله پاکستان په خبرو اترو کي مهم اړخ بلل کيږي.

خو طالبانو تر اوسه پر خپل دريځ ټينګار کړی چي تر څو چي په افغانستان کي بهرني ځواکونو موجود وي، د سولي له پاره خبرو اترو ته به نه کښېني.