1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راپور: په برلين کي د مهاجرو بدلمني ډېره سوې

۱۳۹۶ فروردین ۲۱, دوشنبه

د يوه راپور له مخي په برلين کي د مهاجرو بدلمني ورځ تر بلي پر ډېرېدو ده. ويل سوي دي چي دې کار ته تر ډېره افغان، پاکستاني او عراقي مهاجرو مخه کړې ده.

https://p.dw.com/p/2ay5O
Deutschland Bordell Artemis in Berlin
انځور: Getty Images/AFP/J. MacDougall

د برلين «RBB» راډيو د دوشنبې ورځي د سهار په خپرونه کي د مرستندويه سازمانونو په حواله راپور ورکړی چي په دغه ستر ښار کي د ځوانو نارينه وو مهاجرو بدلمني ډېره سوې ده.

د راپور له مخي د هغو ځوانو مهاجرو شمېر د تيرکال په پرتله څو واري زيات سوی، چي بدلمنۍ ته ئې مخه کړې ده.

ويل سوي دي چي د بدلمني اړيکي تر ډېره د انترنيټ له لاري کيږي. خو داسي ځايونه هم سته چي په کوڅو کي د سړک پر سر يو له بله سره پيدا کوي.

په راپور کي راغلي دي چي د برلين په «تيرگارتن» کي (د تفريح سيمه) دغه شان اړيکو پراختيا موندلې ده.

مرستندويه سازمانونه د دې کار اصلي دليل د ځوان مهاجرو لږ ملاتړ گڼي. کله چي يو مهاجر ۱۸ کلنۍ ته رسيږي، نو د ځوانانو د ملاتړ له سيستمه لويږي.

 

زموږ له ارشيف څخه: