1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راپور: په ګوانتانامو کي افغانان د افواؤ پر بنياد بنديان ول

۱۳۹۵ آبان ۱۳, پنجشنبه

د يو تازه راپور له مخي امريکا يوازي د گنگوسو پر بنياد ځيني افغانان په ګوانتانامو کي بنديان کړي ول. «د افغانستان د تهليلګرانو شبکې» کېټ کلارک په دې اړه څېړنه کړې.

https://p.dw.com/p/2S4gI
Kuba US-Gefangenlager Guantanamo Bay
انځور: picture-alliance/dpa/US Navy/Shane T. McCoy

«د افغانستان د تحليلګرانو شبکه» يا (AAN) د څېړونکو او کارپوهانو يوه خپلواکه او پېژندل سوې شبکه ده. د دغې شبکې کارپوهي کېټ کلارک، په ګوانتانامو زندان کي د افغان زندانيانو په تړاو د خپلې يوې څېړني راپور خپور کړی دی.

د (AAN) د دغه راپور له مخي امريکا متحدو ايالاتو د کيوبا په ګوانتانامو کي ۸ افغانان د گنگوسو پر بنياد «(الف وويل چي ب وويل، چي ج ترهګر دی)» تر۱۳ کالو زيات وخت بنديان کړي ول.

د يادي شبکې دغه تقريبا ۷۰ مخيز راپور چي ورته «په کيوبا کي کفکا ـ په ګوانتانامو کي افغاني تجربه» نوم ورکړل سوی دی د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۶ کال د نوامبر ۳يمه نېټه) خپور سو. په دغه راپور کي پر امريکا متحدو ايالاتو د زياتي بې غورۍ تور لګول سوی دی.

عجيب و غريب

«فرانڅ کافکا» یو آلمانی پېژندل سوی ليکوال وو. دغه ليکوال پخپلو هغو داستانونو سره مشهور دی چي پکښي عجيب و غريب رواني او حقيقي حالات انځور سوي وي. د کارپوهانو يادي شبکې له همدې کبله د ګوانتانامو په تړاو خپل دغه راپور ته «په کيوبا کي-کفکا» نوم ورکړی دی.

د دغه راپور ليکونکي کارپوهي کېټ کلارک، ليکلي دي، څوک چي د افغان زندانيانو دوسيې ګوري «نو يوې ډيري د حيرانتيا وړ نړۍ ته ننوځي چي پکښي د اوزو له کبله غېر دقيق تورونه لګول سوي، او له مخفي ثبتونو، خرابو ترجمو، پر حقيقتونو ولاړي ستري غلطۍ او د شکنجې په مرسته اخيستل سوو اقرارونو څخه کار اخيستل سوی دی.»

«د بندیانو اکثريت افغانان ول»

د راپور له مخي په ګوانتانامو زندان کي د زندانيانو ډېره برخه افغانان ول. په راپور کي راغلي چي په دغه زندان کي له۷۸۱ زندانيانو څخه ۲۲۰ ئې افغانان ول.

په دغه راپور کي په ګوانتانامو زندان کي د تر ټولو زيات وخت زندانيانو (۸ افغان بنديانو) د دوسيو جاج اخيستل سوی دی. د راپور له مخي دمګړی ۵ افغانان لا په ګوانتانامو کي بنديان دي.

په دغه راپور کي راغلي دي چي له دوی څخه د يو په هکله تر اوسه لا هيڅ داسي ثبوتونه موجود نه دي چي ګويا هغه دي «تر بدو له بدترو څخه وو» وي.

په راپور کي راغلي دي چي د افغان زندانيانو اکثريت په ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ کال کي لا ګوانتانامو ته انتقال سوي ول. د راپور له مخي دا هغه وخت ؤ چي امريکا متحدو ايالاتو په لوړه اندازه او د ناهيلۍ په حالت کي د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن د پټنځای موندلو په هکله «د معلوماتو تلاښ» کاوه.

په راپور کي دغه راز راغلي دي چي امريکايانو«بالاخره زيات بې ګناه افغانان ونيول.» راپور داسي دلايل وړاندي کوي چي ګويا د افغانانو دغه نيوني پر افغانستان د امريکايانو د يرغل په لومړيو وختونو کي د زياتو افغانانو د توندلاري کېدو لامل سوې.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (30.03.2016):