1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راپور: په ۲۰۱۱م کي ۶۶ ژورنالستان وژل سوي

۱۳۹۰ دی ۳, شنبه

۲۰۱۱ مېلادي کال په ګڼ شمېر هيوادونو کي د آزاديو او دموکراسۍ لپاره د احتجاجونو او غورځنګونو کال وو. زياتو زورواکو واکمنانو د دغو احتجاجونو ځواب په برچه ورکړی او د دغو احتجاجونو د راپورونو د مخنيوي لپاره يې اقدامات وکړل.

https://p.dw.com/p/13Ymd
د لبيا کړکېچ هم د ژورنالستانو لپاره لويه ننگونه وه
د لبيا کړکېچ هم د ژورنالستانو لپاره لويه ننگونه وهانځور: dapd

د بې پولو ژورنالستانو د آلمان د څانګې مشر، ميشايل رېديسکه، وايي چی د زياتو زورواکه واکمنانو د ۲۰۱۱ مېلادي کال د پاڅونونو په ځواب کي ګڼ شمېر د تاوتریخوالي ډک ځوابونه ورکړل. د نوموړي په وينا د بيان او د رسنيو پر آزاديو د بندښتونو زياتونه د دغو تاوتريخوالو يوه برخه وه چي له کبله يې ۲۰۱۱ کال د ژورنالستانو لپاره د تاوانونو يو ډک کال وو.

رېديسکه دا څرګندونې د خپلې ټولنې د کلني راپور د راوتلو وروسته کوي. د دغه راپور له مخي په په ۲۰۱۱ کال کې په نړۍ کي څه باندي ۶۶ ژورنالستان ووژل سول. دا پداسې حال کي ده چي د ژورنالستانو د همدغه نړې والې ټولنې د ۲۰۱۰م کال په خپل راپور کي د ۵۷ وژل سوو ژورنالستانو خبر ورکړی وو.

د روان مېلادي کال په راپور کي ويل سوي چي په ۲۰۱۱ کي تر ۱۰۴۴ څخه زيات ژورنالستان د بند سره هم مخامخ سوي دي. د نيول سوو ژورنالستانو دغه شمېر د تېر مېلادي کال د ژورنالستانو د نيونو څخه دوه چنده زيات دی. ويل سوي چي د ژورنالستانو په نيونه کي د دغه ډیروالي يوه وجه په روان مېلادي کال کي د عربي نړۍ د پاڅونونو رامنځ ته کېدنه ده.

د بې پولو ژورنالستانو په کلني راپور کي ويل سوي چي د تېر مېلادي کال په پرتله په ۲۰۱۱م کال کي د ژورنالستانو سره د تاوتريخوالي په شمېر کي ۴۳ سلنه زياتوالی راغلی دی. ويل سوي چي په روان مېلادي کال کي په نړۍ واله توگه ۱۹۵۹ ژورنالستان تر بريدونو لاندي راغلي دي. په ۱۹۸۵م کال په فرانسه کي رامنځ ته سوي د ژورنالستانو دغې اتحاديې ويلي دي چي په زیاته بيا د ناقراره هيوادونو کورني ژورنالستان د گواښونو سره مخامخ سوي دي.

راپور ښيي چي د ژورنالستانو په وړاندي تاوتريخوالی د نړۍ تر يوه کونج يا سيمي پوري محدود نه دی پاته سوی. پدغه راپور کي راغلي چي د يونان تر څنگ په سپينه روسيه، يوگانډا، چلي او د اوکيوپای غورځنگ په ترځ کي په متحده ايالتونو کي هم ژورنالستان د نيونو، د پوليسو له خوا د تحقیقاتو او پوښتنو ګروېږنو سره مخامخ سوي دي.

د بشري حقونو لپاره د المان د حکومت ځانګړي مامور، مارکوس ليوننگ، د بې پولو ژورنالستانو د کلني راپور په هکله ويلي: « په زياته بيا د خواښينۍ خبره دا ده چي زموږ په نږدې گاونډي هيوادونو لکه اذربايجان، روسيه، سپينه روسيه او ترکيه کي هم ژورنالستان تر فشار لاندي راغلي دي.»

د بې پولو ژورنالستانو کلني راپور د لومړي ځل لپاره د لسو هغو هيوادونو د نومونو ليسټ هم خپور کړی دی چي په لوړه کچه د ژورنالستانو لپاره خطرناکه دي. پدغو هيوادونو کي د پاکستان، عراق، لیبيا او د ميکسيکو هيوادونه په ترتیب سره په لمړنیو څلورو مقامونو کې راغلي.

شولڅ کې الېکزانډر/ احمودلي اڅکزی
کتونکی: سيد رياض