1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راپور: کرزي د امریکا او طالبانو تر منځ یو جوړجاړی رد کړی

۱۳۹۰ دی ۳, شنبه

واشنګټن پوسټ په خپل یو راپور کې لیکلي چې د امریکا او طالبانو مرکچیان داسې یوې ازمایښتي جوړ جاړي ته رسیدلي ول چې د ګوانتانامو څخه پنځه تنه افغان بندیان قطر ته واستوي، خو دغه جوړ جاړې د ولسمشر، حامد کرزي، له خوا رد شو.

https://p.dw.com/p/13YlS
د طالبانو سره د سولې د خبرو اترو په اړه ضد او نقیض راپورونه ورکول کیږي.
د طالبانو سره د سولې د خبرو اترو په اړه ضد او نقیض راپورونه ورکول کیږي.انځور: DW

واشنګټن پوسټ د خپلې یوې سرچینې په حواله ویلي دي چې د دغه جوړجاړي په ترڅ کې په پام کې وه چې د ګوانتانامو د زاندان څخه به پنځه تنه افغان بندیان د قطر په هیواد کې نظر بند وي او د دې په بدل کې به طالبانو دا اعلان کړی وی چې د نړیوالې ترهګرې څخه لاس اخلي او د القاعدې ترهګرې ډلې سره خپلي اړیکي پریکوي.

د یو لوړپوړي امریکایي چاروکي له خولې ویل شوي چې په اوس وخت کې هر څه درول شوي او « هر یو باید په خپل وار سره دمه وکړي.»

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپل دغه راپور کې دا هم ویلي چې اټکل کیږي چې د وسله والو طالبانو سره به دغه خبري د ۲۰۱۲م کال په اوایلو کې له سره پیل شي. دا پداسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د طالب اورپکو سره د یوې لسیزي راهیسې په جګړه کې ښکیل ده.

د نوموړي راپور په حواله دغه آزمایښتي جوړجاړې د امریکایي چارواکو او د طالبانو د پلاوي تر منځ په روان کال کې د ۶ غونډو تر سره کیدو وروسته رامنځ ته شوی وو. د طالبانو له لوري د دغه پلاوي مشري، طیب آغا، کوي څوک چې ملا عمر ته نږدې کس بلل کیږي. د رپوټونو له مخې آلمان هم د طالبانو له ځینو استازو سره لیدلې دي.

داسې ښکار چې دغه خبرې د لویدیځو حکومتونو او د طالب مشرانو په غوښتنو کې چې تر اوسه پورې عنوانولې، د یو بدلون نښانه وي.

یو امریکایي چاروي دغو خبرو ته په اشارې سره وویل، لویدیځ له طالبانو څخه څه غواړي:

« مونږه پوهیدو چې مونږ څه غواړو. د نړیوال تروریزم پر ضد د یوې اعلامیې صادرول» چې په هغې کې په ښکاره توګه له القاعدې سره د اړیکو د شلیدو اعلان.

هغه زیاته کړې چې د دې تر څنګ به د افغانستان د اساسي قانون څخه د ملاتړ لپاره همدغه شان یوه بله اعلامیه او د افغان دولت سره د سولې د خبرو اترو د پیلولو لپاره موافقه هم شامله وی.
خو دغه ممکنه جوړ جاړی د امریکا متحده ایالاتو د قانوني مشاورینو له خوا هم د نیوکو سره مخامخ شو. ځکه چې هغوي د کانګرس له لوري هغو بندیزونو ته اشاره کوله چې د ګوانتانامو د بندیانو د انتقال په اړه وه.

خو د امریکا متحده ایالاتو د بندیانو د خوشې کولو څخه ډډه کړې وه او دواړو خواو نه غوښتل چې دغه بندیان دې د افغانستان زندانانو ته انتقال شي. قطر چې لا تر مخه په دغه هیواد کې د طالبانو د دفتر د پرانیستلو په اړه هوکړه کړې ویلي وو چې هغوي به بندیان په یوه کور کې نظربند وساتي.

واشنګټن پوسټ بیا کاږي چې افغان ولسمشر په وروستې شیبه کې دغه جوړجاړی رد کړ.

ویل شوي دي چې کرزي ته آن له سره د نوموړې موضوع په هکله معلومات ورکړل شوي وو، خو د هغه دریځ تر پایه پورې روښانه نه شو.

د امریکایي چارواکو په وینا ولسمشر کرزی په دې نه وو توانیدلی چې په دې اړه د لوړپوړو افغان مشرانو ملاتړ تر لاسه کړي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: عبدالباري حکیم