1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راپور: ۷۵۰۰ پاکستانيان په افغانستان کي جنګيږي

۱۳۹۵ آبان ۱۵, شنبه

د م.م. کارپوهان وايي چي په افغانستان کي داعش کمزوره سوی او القاعدې د طالبانو ملاتړ زيات کړی دی. د جمعې په ورځ د خپور سوي راپور جزيات دلته لوستلای سئ:

https://p.dw.com/p/2SCOs
Atghanistan Herat Taliban beschießen Touristen
انځور: picture-alliance/dpa/AP/A. Khan

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د نوامبر ۴مه) د افغانستان په تړاو خپل يو راپور خپور کړ. په دغه راپور کي راغلي چي د القاعده شبکې ته وفادارو جنګياليو د افغان حکومت پر ضد د طالبانو په جګړه کي له طالبانو سره خپلي مرستندوی فعاليت زيات کړی دی. په راپور کي زياته سوې چي په افغانستان کي د داعش ډله «په ښکاره توګه کمزوره» سوې ده.

کارپوهانو ليکلي چي په افغانستان کي د افغان حکومت پر ضد تقريبا ۴۵۰۰۰ جنګيالي جنګيږي. د دغو کارپوهانو په وينا له ياد شمېر جنګياليو څخه د ۲۰ او ۲۵ فيصدو تر منځ يې بهرنيان دي.

کارپوهانو په راپور کي د څو نه نومول سوو لوړپوړو چارواکو په حواله ليکلي: «بدو ونډه اخيستونکو... يو بل تقويه کړي او نه يوازي په هيواد کي دننه بلکه په نړيوالې ټولنې ته يې د ترهګرۍ سخت ګواښ رامنځ ته کړی دی.»

د طالبانو او القاعده اړيکي

طالبان د ۲۰۰۱ کال راهيسي د امريکا د يرغل په نتيجه کي له واک څخه د غورځول کېدو راهيسي د کابل د حکومت پر ضد جګړه کوي. په نژدې وختونو کي طالبانو په افغانستان کي خپلو جنګي فعاليتونو ته پراختيا ورکړې ده. له بل اړخه د داعش ګروپ د افغانستان د امنيت له پاره يو نوی ګواښ ګرځېدلی دی.

کارپوهانو په خپل راپور کي ليکي چي يو شمېر هيوادونه په دې آند دي چي د ملا منصور تر مشرۍ لاندي طالبانو د القاعده سره خپلي اړيکي لا ټينګي کړي وې چي دغه لړۍ د هيبت الله اخوندزاده تر مشر کېدو وروسته لا ادامه لري.
 

يو شمېر هيوادونو د ملګرو ملتونو دغو کارپوهانو ته ويلي دي چي د القاعده جنګيالي «د طالبانو ډلو ته په ځانګړې توګه د چاودېدونکو توکو» د استعمال طريقې ورښيي.

۷۰۰ بهرني داعشيان

دغه کارپوهان چي د طالبانو پر ضد د بنديزونو نظارت کوي، په خپل راپور کي يې ليکلي دي چي د داعش جنګياليو په افغانستان کي تر يوې اندازې سيمي له لاسه ورکړي «خو بيا هم يو جدي ننګونه دي».

په دغه راپور کي ويل سوي چي بيلو هيوادونو داسي معلومات ورکړي چي د افغانستان په ختيځ کي د داعش د جنګياليو شمېر له ۳۵۰۰ څخه و تقريبا ۱۶۰۰ ته راټيټ سوی دی. ويل سوي چي له دغو ۱۶۰۰ څخه تقريبا ۷۰۰ يې بهرنيان دي.

د راپور په حواله د هغه باوجوده د داعش ډله مخ په وړاندي په دغو سیمو کي خپل پروپاګنډ یا تبليغاتو ته ادامه ورکوي. په راپور کي راغلي چي د افغان ځواکونو له لوري د داعش د راډيو د دستګاؤ د له منځه وړلو باوجوده بيا هم دغه راډيو فعاليت کوي.

تر ۷۰۰۰ زيات پاکستاني وسله وال

د راپور په حواله په افغانستان کي د بهرنيو جنګياليو تر ټولو لويه ډله د پاکستانيانو ده. ويل سوي چي تقريبا د ۷۵۰۰ او ۷۶۰۰ تر منځ جنګيالي هغه وخت له پاکستان څخه افغانستان ته واوښتل، کله چي يې پر ضد د پاکستان پوځ عمليات پېل کړل. په راپور کي ويل سوي چي وسله وال اوس د طالبانو په ملاتړ په افغانستان کي دننه جنګيږي.

په راپور کي ويل سوي چي په افغانستان کي په جنګېدونکو کي د چين، روسيې او مرکزي آسيا د اسلامستي وسله والو ډلو جنګيالي هم شامل دي. دغه ډله په افغانستان کي د جنګېدونکو بهرنيو وسله والو دويمه لويه ډله بلل سوې. د راپور پر اساس دريمه لويه ډله د داعشيانو او څلورمه لويه ډله د القاعدې د جنګياليو ده.

افغان چارواکو د دغه راپور جوړونکو ته ويلي دي چي طالبان د مخدره توکو، اختطافونو او بهرنيو مرستو له لاري خپل فعاليتونه تمويلوي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (24.03.2014):