1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رحيم وردګ: ګاونډي استخبارات د جګړي د دوام لامل سوي

۱۳۸۹ شهریور ۲۳, سه‌شنبه

د افغانستان د دفاع وزير يوشميرګاونډي ملکونه د دولت ضد وسله والو سره په مرسته تورنوي او هغوی د طالبانو په بيا ځواکمن کېدو کي اصلي سرچيني په ګوتو کوي.

https://p.dw.com/p/PBUy
د افغانستان د دفاع وزير جنرال رحيم وردگ
د افغانستان د دفاع وزير جنرال رحيم وردگانځور: DW/Behrad

جنرال رحيم وردګ په خاصه توګه د کوم ملک نوم نه اخلي خو ګاونډۍ څارګري ادارې په دغه برخه کي فعالي بولي.

جنرال وردګ وايي چي له طالبانو د ګاونډيو ملکونو ملاتړ او د افغانستان د خاوري د باندي د هغوی د پټن ځايونو موجوديت هغه لاملونه دي چي په افغانستان کي د جګړې د دوام لامل سوي دي.

نوموړی ټينګارکوي چي طالبان اوس په بيلا بيلو ډلو ويشل سوي او دهغوی خوځښټ هيڅ راز قومي او مذهبي بنسټ هم نه لري.

د رحيم وردګ په وينا، طالبان د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره تل له مذهبي او ديني مسايلو څخه ګټه پورته کوي.

هغه تيره ورځ د اردو د يو مرکز څخه د ليدو پرمهال خبريالانو ته وويل:

« د طالبانو مشرتابه داسي مشرتوب نه دی چي عنعنوي وي چي يو کس له مذهبي، پوهي او يا اجتماعي موقف څخه هلته رسيدلی وي،اکثريې د استخباراتي سازمانونو لاس پوڅي او لاس جوړي دي».

اوس په افغانستان کي د ناټو قوماندانان وايي چي کورني سرتيري بايد ډيرو مسوليتونو ته اوږه ورکړي او له همدې امله هغوی ته د مسوليت د سپارلو لړۍ پيل سوې ده.

که څه هم افغان ولسمشر وايي چي ځواکونه يي په اوس وخت په يوازي سرد ملک د امنيت د ساتلو جوګه نه دي خو ښاغلی رحيم وردګ هيله څرګندوي چي د مسوليتونو د اخيستلو لپاره ګړندۍ هڅي رواني دي.

خو د سياسي چارو شنونکي او د کابل د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استاد فيض الله جلال بيا په دې اند دي چي ټولي چاري د بهرنيانو په لاس کي دي او که چيري هغوی افغان دولت ته مسوليتونه ور په غاړه کړي هغوي به ۲۴ ساعته هم د بهرنيانو له ملاتړ پرته د حکومت د ساتلو جوګه نه سي.

«که امريکايان د ښاغلي کرزي له ملاتړ څخه لاس واخلي او يا مسوليتونه ورته په اوس وخت کي وسپاري نو د کرزي حکومت به يوازي د ۲۴ ساعتونو لپاره هم د حکومت د ساتلو او رهبرۍ توان ونلري او هر څه به ګډ وډ شي».

خو افغان دفاع وزير جنرال وردګ ټينګار کوي چي هغه هڅي پيل سوي چي تر څو کلونو پوري افغان ځواکونه د ملک ټولو امنيتي مسوليتونو ته اوږه ورکړي او ډيري چاري هغوی ته وسپارل سي.

« ټولي پروسي بايد په افغانستان کي افغاني سي، دولت په ځان متکي سي، د امنيت په برخه کي د دفاع مستقل قدرت پيدا کړو، د ټولو ګواښونو په وړاندي مستقلانه عمل وکړو او په راتلونکو پينځو کلونو کي موږ خپل امنيت په خپله وساتو».

خو يو شمير کارپوهان په دې اند دي چي نه په اوس حال او نه هم په راتلونکو څو کلونو کي کورني ځواکونه د دي جوګه دي چي د ملک امنيتي مسوليتونو ته اوږه ورکړي.

هغوی ټينګار کوي چي افغان سرتيرو ته ښه روزنه نه ده ورکړل سوې او دښمن ته په کتو سره په پرمختللو جګړيزو وسايلو هم ندي سمبال سوي.

کارپوهان وايي چي که نړيواله ټولنه د افغان ځواکونو تجهيز او روزلو ته ډير پام وا نه ړوي هغوی ته به د مسوليتونو د سپارلو لړۍ له ستونزو سره مخامخ سي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل