1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رحیمي: د غنمو او وریجو سږني حاصلات بې ساري دي

۱۳۹۱ مهر ۱۰, دوشنبه

د کرهڼې او مالدارۍ وزیر محمد آصف رحیمي ویلي دي چې د سږ کال د غنمو او وریجو حاصلات د تیرو ۳۵ کلونو په پرتله بې ساري دي.

https://p.dw.com/p/16IDU
انځور: AP

د مالدارې وزیر د بلخ ولایت د کروندګرو د ستونزو د څیړلو او د یوشمیر کرهڼیزو پرژو د پلي کولو په موخه مزاشریف ته ورغلی وو. هغه په خپلو خبرو کې وویل چې د وزرات د سروې له مخې د سږ کال حاصلات چې پکښې غنم، وریجی او جوار شامل دي د بارانونو د وریدو له کبله د تیرو پنځه دیرشو کلونو په پرتله په بې سارې توګه لوړ والی راغلی دئ:

«سږ کال یو له ښوو کلونو څخه دئ. په تیرو ۳۵ کلونو کې دا دویم کال دئ چې د غلې په برخه کې ډیر حاصل لري. موږ سږ کال د ۶،۳ میلیونه ټنه غلې د حاصل وړاندوینه کړې. زه هیله مند یم چې سږ کال موږ ۲۰۰ زره ټنه غله زیرمه کړو.»

رحیمي همداشان زیاته کړه چې د سږ کال د میوې په حاصلاتو کې هم د تیرو کلونو په پرتله ۱۵ سلنه لوړوالی راغلی دئ، چې د باغ لرونک په اقتصاد ئې مثبته اغیزه کړې ده.

ښاغلي رحیمي په هیواد کې د کرهنې او مالدارۍ د ودې او پراختیا په موخه د یو لړ نوو پروګرامونو په اړه هم خبر ورکړ:

«د اوبو لگولو، باغدارۍ، په هیواد کې د مالدارۍ د ودې او د غلو د حاصلاتو د لوړ والي اوهمدا شان د نباتاتو د مرضونو د مخنیوي په برخه کې موږ بیلابیل او ځانګړي پروګرامونه لرو چې په پلي کیدو به ئې یو بې ساری بدلون رامنځ ته شي.»

په عین وخت کې د بلخ ولایت د کرهنې او مالدارۍ رئیس کاتب شمس، بیا په روان کال کې د دغه ولایت کروند ګرو ته د اصلاح شوو تخمونو د ورکولو خبر ورکړ.

هغه وویل له دولتي بودجې څخه چې ۴۷ میلیونه افغانۍ کیږي د اصلاح شوو غنمو د تخمونو د رانیولو ته ځانگړې شوي دي چې د بلخ ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې به په کروندگرو وویشل شي.

د کرهڼې وزارت سږ کال په داسې حال کې د غلې د حاصلاتو د لوړ والي خبر ورکوي چې تیر کال د وچکالۍ له کبله ۵۰ سلنه د غنمو حاصلات له منځه تللي ول.

مزارشریف/عبدالحمید صافی
کتونکی: سید ریاض