1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«رد شوي مهاجر دې بیرته افغانستان ته ولاړ شي»

آژانسونه/ ک.ص۱۳۹۵ شهریور ۲۰, شنبه

د جرمني د بايرن ايالت د کورنیو چارو وزیر ویلي دې چي د افغانستان په ګډون د جنګځپلو هیوادونو ټول هغه مهاجر دې بیرته خپلو هیوادونو ته ولاړ شي چې د پناه غوښتنه یې رد شوې ده. تر دې د مخه له دا ډول عمل څخه انکار شوی وو.

https://p.dw.com/p/1Jzk1
انځور: picture-alliance/dpa/S. Hoppe

د جرمني د بايرن ایالت د کورنیو چارو وزیر یوآخیم هیرمن ویلي دي چي د افغانستان په ګډون د جنګځپلو هیوادونو ټول هغه مهاجر دې بیرته خپلو هیوادونو ته ولاړ شي چې د پناه غوښتنه یې رد شوې ده. هیرمن زیاته کړې ده چي حتې که د دغو مهاجرو سیمې ناامنه هم وي بیرته دې ولیږدول شي.

د بايرن ایالات د کورنیو چارو د وزیر دغه غوښتنه د جرمني د صدراعظمي انګلا ميرکل او په بايرن ایالت کې د هغې د محافظه کاره متحدانو تر منځ د اختلافاتو د زیاتیدو ښکارندوي کوي.

د یوآخیم هیرمن سخت دریځه محافظه کاره سیاسي ګوند «سي ایس یو» (مسيحي سوسيال اتحاد) په راتلونکې کال کې تر مرکزي ټاکنو د مخه، پر صدراعظمې ميرکل باندي فشارونه زیات کړي دي.

د انګلا ميرکل ګوند «سي ډي یو» (مسيحي ديموکرات اتحاد) تیره اوونۍ د مکلنبورګ فورپومرن په ایالتي ټاکنو کې د « اي ایف ډي» (د جرمني له پاره بديل) ګوند له خوا چې د مهاجرت له مسئلې سره مخالفت لري؛ ماته وخوړه. دغه ماته په ظاهره کې داسې ښيي چې اوس د «اي ایف ډي» ګوند ملاتړ پر زياتېدو دی.

آلماني ورځپاڼې «بیلډ» د بايرن ایالت د کورنیو چارو د وزیر له قوله لیکلي دي چې، دغه وزیر د افغانستان د شمالي او نورو جنګځپلو سیمو څخه د راغلیو هغو مهاجر پر بیرته استولو ټینګار کړی دی چې د پناه غوښتنه یې رد شوي ده. د یادولو ده چې د ميرکل حکومت تر دې د مخه له دا شان عمل کولو څخه انکار کړی دی. هیرمن دغه راز د جرمني پر سرحدونو د ترانزیتي مرکزونو د جوړولو غوښتنه هم کړې ده، څو هغه کسان چې بې له قانوني اسنادو جرمني ته داخلیږي ونیول شي.

د بايرن ایالت د کورنیو چارو وزیر ویلي دي: «هغو کسانو ته دې په ټول جرمني کې د ګرځیدو راګرځيدو اجازه ور نه کړل شي چې د پیژندګلوۍ کافي اسناد په لاس کې نه لري. له هغو کسانو سره چې د پيژندګلوۍ قانوني اسناد په لاس کې نه وي د هغو نیول او بیرته استول په کار دي».

اروپا ته مهاجرت