1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رسنۍ: د ترمپ په اړه څیړنې روانې دي

۱۳۹۶ خرداد ۲۵, پنجشنبه

واشنګټن پوست د داسې چارواکو په حواله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی لیکلي چې ولسمشر دونالد ترمپ، اوس د ځانګړي مشاور رابرت مولر، له خوا د عدالت د احتمالي مخنیولي له کبله تر څیړنو لاندې دی.

https://p.dw.com/p/2ejUa
USA Donald Trump Pressekonferenz in Washington
انځور: Reuters/J. Ernst

واشنګټن پوست د چهارشنبې په ورځ ناوخته ویلي دي چې د رابرت مولر څیړونکي پلان لري چې د کلیدي استخباراتي چارواکو سره خبرې وکړي. رابرت مولر په مې میاشت کې د امریکا متحدو ایالاتو د عدلیې وزارت له خوا د ځانګړي څارنوال په توګه وګومارل شو چې د دغه هیواد په ټاکنو کې د روسیې احتمالي لاس وهنه وڅیړي.

واشنګټن پوست له پنځو داسې چارواکو سره خبرې کړي دي چې له دې موضوع خبر دي. د هغوی له ډلې څخه یوه یې ویلي دي چې هغه موضوع چې د مولر پام یې ځای ته اړولی دی د می میاشتې پر ۲۲مه نیټه خبرې اترې دي. په دې ورځ د ملي استخباراتو ادارې مشر دنییل کوتس، خپلو همکارانو ته ویلي ول چې ترمپ ورڅخه غوښتي دي چې د FBI له پخواني مشري جیمز کومي، له خوا د مایکل فلن په څیړنه کې مداخله وکړي او دا موضوع یو څه سړه کړي.

کومي تر دې مخکې د امریکا متحدو ايالاتو د کانګرس یوې کمیټې ته ویلي ول چې هغه فکر کوي چي له دې کبله له دندې ګوښه شوي دی چې ترمپ غوښتل د روسیې په اړه څیړنې تر خپلې اغیزې لاندې راولي.

د ترمپ مدافع وکیلانو د دغو معلوماتو پر خپریدو باندې نیوکه کړې ده خو د واشنګټن پوست له خوا خپاره شوي معلومات یې نه دي رد کړي.

د دغو موضوع پر وړاندې جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو بیلابیل غبرګونونه ښوولي دي. جمهوري غوښتونکو ټینګار کړی دی چې دولتي او د روانو څیړنو په اړه معلومات باید خپاره نه شي. دیموکراتان بیا دغه خبره ډیره جدي بولي او ټینګار کوي چې د امریکا متحدو ایالاتو په ټاکنو کې باید د روسیې احتمالي لاس وهنه روښانه شي.

د ولسمشر دونالد ترمپ د کاري دورې له پیلیدو سره سم د هغه په ټاکنیز کمپاین کې د ښکیلو کسانو او روسیې تر منځ د احتمالي اړیکو په اړه پوښتنې راولاړې شوې دي. د ملي امنیت مشاور مایکل فلن، له همدې کبله له دندې ګوښه شو. د ترمپ لوی څارنوال هم په دې برخه کې له جنجالونو سره لاس او ګریوال دی.

د ترمپ په اړه بیا اوس له دې کبله پوښتنې را ولاړې شوې دي چې هغه ښايي هڅه کړې وي د خپل د ملي امنیت مشاور مایکل فلن، په اړه څیړنې ودروي.

زموږ له ارشيف څخه: