1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رسول: نړيواله ټولنه د تروريزم په ټګولو کي پاته راغلې

۱۳۸۹ مهر ۶, سه‌شنبه

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول په ملګرو ملتو کي د خپلي وينا په ترڅ کي وويل، چي نړيواله ټولنه بايد په ټوله نړۍ کي زور پالونکي شبکي وټکوي ترڅو د تروريزم ضد جګړې د ګټلو دپاره هيلي پيدا سي.

https://p.dw.com/p/POFL
انځور: AP

د ملګروملتو عمومي اسامبلۍ ته په وينا کي زلي رسول وويل چي ڼړيواله ټولنه په افغانستان کي د خپلو ژمنو په پوره کولو کي پاته راغلې.

هغه وويل: « نهه کاله مخکي نړيوالي ټولني د افغانستان خلکو ته د يو سوليز او ازاد ژوند ژمنه وکړه. خو افغان ولس لا تر اسوه د تروريزم د ويري سره مخامخ دي او د هغه څخه رنځ وړي.»

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير چي په خپل هيواد کي د ورځني ژوند په هکله رڼا واچوله وويل چي، افغانان تقريباً هره ورځ د ترور او وحشت د بيري سره لاس او ګريوان دي.

هغه وويل: « تروريزم لا زموږ په سيمه کي شتون لري او نه يوازي د سيمي ژوند بلکه د نړۍ ثبات او امن ته يې ګواښ پېښ کړی.»

زلمي رسول يادونه وکړه چي د تروريزم ضد جګړي څخه نهه کاله وروسته هم دغه سيمه د دغه « ناولي او ويرونکي » پديدي د اور په لمبو کي سوځي. هغه په سيمه کي پرته له دي چي د کوم هيواد نوم واخلي، ځيني دولتونه ګرم وګڼل چي د دتروريزم پر ضد جګړه کي، پر څپل ژمونو عمل نه کوي.

زلمي رسول وويل: «ترهغه چي ځيني دولتي او غير دولتي لوبغاړي د القاعدې او د هغې انفرادي او ډله ايزو متحدينو ته پناه ورکوي، وسلي ورکوي او مالي مرسته ورکوي، هغه به د يوې ويورنکي او وژونکي شبکې په توګه پاته وي.»

رسول وويل چي د تروريزم ضد جګړه بايد په رښتيني توګه نړيواله بڼه پيدا کړي.

هغه په دې وینا کي وویل: «که چیري زموږ نړیوال شریکان او متحدین غواړي چي د تروریزم پر ضد جګړه وګټي، هغوی باید د افغانستان د کلیو او باڼدو څخه د باندي په عمل لاس پوری کړی او داسي یوه ستراتيژي جوړه کړي چي هغه سازمانونه او شبکې له مینځه یوسي چي د تروریستی او زور پالونکو ډلو تر شا ولاړدي او د هغوی سره اړیکي لري.»

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چي افغان حکومت چمتو دی په تروریزم ضد مبارزه کي د پاکستان په شمول د خپلو ګاوندیو هیوادونو سره مرسته او همکاري وکړي.

د زلمي رسول تر وینا لږ د مخه د ملګرو ملتو په مقرکي یوې بلي غوندي ته د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیري، هیلري کلیتن هم دا خبره تصدیق کړې چي د تروریزم ضد جګړه هسي یوه دنده نه ده چی یو هیواد دی په یوازي سر تر سره کړای سي.

د ملګرو ملتو په رواني عمومي اسامبله کي د افغانستان جمهوررییس حامد کرزی ګډون و نه کړی او د هغه پرځای د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر هلته خپله وینا واوروله.

آژانسوه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل