1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رشتيا هم د «کابل جلاد» په آلمان کي ورځپاڼي پلوري؟

۱۳۹۰ آذر ۲۸, دوشنبه

يو افغان، چي د خلق دموکراتيک گوند په وخت کي د زرگونو افغانانو په قتل عام تورن دئ، د آلمان په يو ښار کي ورځپاڼي پلوري. يوه آلمانۍ مجله ليکي چي قضيه اوس ددغه هیواد د اړوندو ادارو تر تحقيق لاندي ده.

https://p.dw.com/p/13VaA
«په هغه وخت کي په افغانستان کي ډير ککرۍ خاوري سوې»
«په هغه وخت کي په افغانستان کي ډير ککرۍ خاوري سوې»انځور: AP

«فوکوس» اونيزه مجله د «کابل جلاد» تر نامه لاندي په راپور کي ليکي، چي دغه ۶۰ کلن سړی د زرهاوو انسانانو په قتل تورن دئ او شاهدانو هغه ته د«انسان په بڼه شيطان» لقب ور کړی دئ.

هغه د ډاکټر نجيب الله د واکمنۍ پر مهال د افغانستان د استخباراتو د استنطاق ادارې رييس او د وخت د حکومت د مخالفينو د پوښتنو گروېږنو مسئوليت يې پرغاړه لاره او دغه راز په عين وخت کي يې د ټولو زندانونو، استنطاق مرکزونو او شکنجه ځايونو کنترول په لاس کي وو.

د فوکوس په راپور کي زياته سوې، چي د آلمان د بايرن ايالت د جنايي ادارې د هغو اسنادو له مخي چي په دې اړه يې راټول کړي دي، راغلي دي، چي دغه کس، د شاوخوا ۳۰ زرو تنو افغانانو په عام وژنه کي لاس لري او په وژل سويو کي ښځي، سړي او حتا کوچنيان شامل دي. ويل سوي دي، چي ددغو کسانو څخه يو شمېر يې حتا ژوندي ښخ سوي دي.

نوموړي مجلې په دې دليل تر اوسه ددغه شخص نوم نه دئ افشا کړئ، چي د محکمې له خوا کوم حکم نه دی صادر سوی. مجلې د هغه مستعار نوم «عادل. ن» ياد کړی.

ويل کيږي، چي دغه کس د پخواني شوروي اتحاد د استخباراتي سازمان «کا جي بي» لخوا روزل سوی. هغه په کابل کي د کمونستي حکومت تر ړنگېدو وروسته اروپا ته گډوال سوی او اوس د آلمان تابعيت لري.

په افغانستان کي ډير شمېر ډله ييز قبرونه کشف سوي دي
په افغانستان کي ډير شمېر ډله ييز قبرونه کشف سوي ديانځور: 2003 Peter Bouckaert/Human Rights Watch

د مجلې د راپور له مخي ډيری هغو کسانو چي په هغه وخت کي د زندانونو څخه ژوندي وتلي اوسي يې پر عادل باندي شاهدي ورکړې. د هغو کسانو شمېر چي پر ده باندي يې شاهدي ورکړې۲۵۰ تنو ته رسيږي.

د آلمان د جنگي جرمنو او ډله ييزو وژنو سره د مبارزې ادارې کارپوهانو ددغه سړی په اړه ټولي ادعاوي راټولي کړي او په دقيقه توگه يې تر څېړني لاندي نيولي دي.

د فوکوس مجلې په خبره په ۱۹۷۹ کال کي پر افغانستان باندي د شوروي اتحاد د يرغل او د هغه تر مخه په زندانونو کي د شکنجه کولو په اړه د آلمان جنايي ادارې ته لومړني معلومات رسېدلي دي.

مجله ليکي، چي په ۱۹۸۷ کال کي د آلمان مسئولي ادارې دې پايلو ته ورسېدې، چي د افغانستان او شوروي اتحاد استخباراتي ادارې د زندانيانو په وړاندي د سخت چلند څخه کار اخلي او د هيڅ ډول قتل څخه مخ نه اړوي.

په راپور کي راغلي دي، چي د عادل په وړاندي د اصلي تورنو څخه يو هم هغه دئ، چي په ۱۹۸۸ کال وروسته تر هغه چي گرباچوف د افغانستان څخه د ځواکونو د را ايستلو د پريکړي اعلان وکړی، هغه امر کړی وو، چي په زرهاوو زندانيان دي په قتل ورسيږي.

د شوروي اتحاد د عسکرو تر وتلو وروسته ډير ډله ييز قبرونه کشف سول.
د شوروي اتحاد د عسکرو تر وتلو وروسته ډير ډله ييز قبرونه کشف سول.انځور: AP/DW

په راپور کي زياته سوې، چي هغه څوک چي د عادل له خوا يې د وژلو امر سوی وو، پر شپېته کسيزو ډلو ويشل سوي د مردکو باران ورباندي سوی او وروسته بلدوزرو په ډله ييزه توگه تر خاورو لاندي کول.

څو کلونه وروسته بيا يو شمېر ډله ييز قبرونه کشف سول، چي په يو شمېر کي يې تر دوو زرو ډير انسانان ښخ سوي ول.

ددغه راپور له مخي دغه تن په ۱۹۹۶ کال کي، چي کله ډاکټر نجيب الله د طالبانو له خوا ووژل سو وختي لا له افغانستان څخه وتلی وو.

د مونشن لوی څارنوال توماس شټاين کراوس کخ د فوکس مجلې ته ويلي، چي د دې شخص په اړه پلټني رواني دي. هغه ويلي دي چي د لاس ته راغلو اسنادو له مخي بايد د پلټنو ډيره برخه د آلمان څخه د باندي تر سره سي.

دغه راز د آلمان د بايرن ايالت جنايي اداره هم په دې اړه پلټني کوي.

فوکس مجله/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: سيد رياض