1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رفيقي: د روسانو يرغل او وتل دواړه تېروتني وې

۱۳۹۰ بهمن ۲۶, چهارشنبه

د کندهار پوهنتون د ټولنپوهني او انسان پېژندني او د افغانستان د سياسي چارو له کارپوه استاد حيات الله رفيقي سره ځانگړې مرکه.

https://p.dw.com/p/143RR
انځور: DW

د ښاغلي استاد رفيقي په اند د روسانو يرغل او تگ دواړه ستري تېروتني وې، ځکه له يوې خوا پرافغانستان باندي د شوروي اتحاد د سرو لښکرو يرغل متاسفانه ډيري بدبختۍ ئې له ځانه سره راوړې او بيا کوم وخت چي دوى دلته اوسېدل دا ناخوالو نوري څانګي پيداکړي او لا پسي زياتي سوې.

«بيا بې له دې چي دوى دغه ستونزو ته متوجه سي چي څرنګه ئې له منځه يوسي او په يوه ښه تاکتيک له افغانستان څخه ووزي دوى د ډاکټرنجيب الله پلوي حکومت يوازي پرېښود چي بيا وروسته په افغانستان کي داخلي او خپلمنځي شخړي راولاړي سوې چي له بده مرغه تر اوسه پوري دا نيمګړتياوي موجودي دي.»

دا چي د هري جگړې تر بريا وروسته افغانان ولي خپله واکمني او اتلوي نسي ساتلای رفيقي وايي چي افغانان متاسفانه ددې هيوادنۍ ميني ترڅنګ سياسي اوعلمي پوهه په هغه کچه نه لري لکه څنګه چي ښايي.

«نو همدا وجه ده چي موږ خپلي مبارزې ګټلي دي لاکن ګټه ئې نورو وړېده او د ساتلو په چل ئې نه پوهيږو. د بېلګي په ډول هغه مهال چي روسان له افغانستان څخه ووتل او بيا وروسته د نجيب الله حکومت نسکورسو او د مجاهدينو حکومت منځته راځي دغه د خپلواکۍ ساتني درايت چي په دوى کي بايد موجود واى متاسفانه موجود نه وو نورو هيوادونو په دې کي لاسوهنه وکړه له دوى څخه ئې ګټه واخيسته چي لا تراوسه هم دا لړۍ روانه ده او افغانان زهيريږي.»

اوس داسي انديښنې ده چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته به امريکايان هم داسي اشتباه وکړي لکه روسانو چي هغه وخت وکړه او خپل پلوی حکومت ئې یوازي پرېښووئ. خو ښاغلی رفيقي په دې اند دئ چي امريکايان د روسانو له ترخو تجريبو څخه ډير څه اخيستي او دا ډول کارونه به و نه کړي.

«په ۲۰۱۴کال کي چي دوى وايي موږ وزو په نظامي لحاظ باندي البته په سياسي او ټولنيز لحاظ دوى دلې دي، دا ژمني ئې کړي دي او يو شمير ستراتيژيک تړونونه ئې هم لاسليک کړي دي.»

د کندهار پوهنتون د استاد ښاغلي حيات الله رفيقي په خبره يو شى چي دوى يعنی امریکايان ئې بايد وکړي هغه بايد په افغانستان کي د يوه مستحکم مرکزي حکومت ټينګېدل وي.

«يو ټينگ مرکزي حکومت چي جوړ سي نور افغانان دا وړتيا لري چي خپل هيواد پخپله وساتي خو ددوى تقويه په مادي او نظامي لحاظ مهمه ده.»

مرکه کوونکی: محمد ابراهيم سپېڅلی
کتونکی: نجيب الله زيارمل