1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رمنې د جمهوري غوښتونکو په سیالیو کې مخکښ دئ

۱۳۹۱ فروردین ۱۶, چهارشنبه

د امریکا د ولسمشري په ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو د نوماند د ټاکنو په سیالیو کې میت رومني له خپلو نورو سیالانو څخه مخکې دﺉ. له دې سره نو هغه د ولسمشري ټاکنو ته نور هم نزدې شوی دئ.

https://p.dw.com/p/14Xfz
انځور: AP

دا په داسې حال کې ده چې لا تر اوسه پورې د فلوریدا د ایالات د استازو برخه لیک نه دې معلوم شوی.

جمهوري غوښتونکي میت رومنې په درې عمده ایالاتونو کې د ډیرو استازو ملاتړ تر لاسه کړی دﺉ خو د جمهوري غوښتونکو بل کاندید «سنتروم» ویلي دي چې لا تر اوسه پورې د بارک اوباما پر وړاندې د جمهوري غوښتونکو د نوماند ټاکنې ته وخت پاته دﺉ او هغه به د رومنې پر وړاندې خپل کمپاین ته دوام ورکړي.

بارک اوباما د لومړي ځل له پاره د پنجشنبې په ورځ پر رومنې باندې لفظي برید وکړ. اوباما پر رومنې تور ولګاوه چې د «ټولنیز داروینزم» له پاره کمپاین کوي چې د اوباما په خبره د متوسط عاید لرونکو کورنیو په ضرر او د شتمنو په ګټه دﺉ.

د اوباما ټاکنو د کمپاین همداراز داسي یو اعلان هم خپلور کړی دﺉ چې په هغه کې پر رمنې تور لګول شوی دﺉ چې د «Big Oil» له شرکت سره د مالیاتو د راکمولو یوه معامله ئې کړې ده. رومنې د بارک اوباما په ځواب کې ویلي دي چې د اوباما اداره باید د افتصاد د ودې له باره لا ډیر کار وکړي.

سنتروم اوس هم هیله لري

سنتروم خپل ډیر پام د ویسکونس ایالت ته اړولی دﺉ. هغه وایي چې په دغه ایالت کې پایلې کیدای شي چې د مې په میاشت کې بدلون ومومي. هغه چې له پنسلوینیا څخه دﺉ دغه ایالت ته اشاره کوي او وایي چې لا په دغه ایالت کې ټاکنو ته درې اونۍ وخت پاته دﺉ.

رومنې تر اوسه پورې د ۶۴۶ استازو ملاتړ تر لاسه کړی دﺉ. د دې له پاره چې هغه د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د بارک اوباما پر وړاندې ودریږي، هغه باید د ۱۱۱۴ استازو ملاتړ له ځان سره ولري. یوازې د پنجشنبې د ورځې په پایلو کې رومنې د ۷۴ استازو ملاتړ تر لاسه کړ. تر اوسه پورې سنتروم د ۱۳۵ استازو، ګینګریچ د ۱۳۵ او پاول د ۵۱ استازو ملاتړ ترلاسه کړی دﺉ.

هر څوک چې د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو د نوماند د ټاکنو سیالۍ وګټې باید د بارک اوباما پر وړاندې په ټاکنو کې ودریږي او د خپل کمپاین له پاره په سلګونه میلیونه ډالر راغونډ کړي.

اوباما او دیموکراتانو لا وختې د دغو ټاکنو له پاره ۲۰۰ میلیونه ډالر راغوڼډ کړي دي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض