1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رنجبر: دغه نجلۍ زما مېرمن ده

۱۳۹۱ تیر ۱۱, یکشنبه

د ولسي جرګې پخواني غړي ډاکټرکبیررنجبر، پر ځان باندي لګېدلي ټول تورونه په سختو ټکو کي رد کړل او پر رسنیو ئې نیوکه وکړه چي د تورونو تر سپیناوي وړاندي ئې د ده په اړه رپوټونه خپاره کړي دي.

https://p.dw.com/p/15Ow3
انځور: DW

رنجبر تېره اوونۍ لويي څارنوالۍ د یوې ځواني نجلۍ د تښتوني او پرهغې باندي د جنسي تیري په تور ونياوه او تر څو ورځني بند وروسته ئې بیرته ازاد کړ.

نوموړي د یکشنبې په ورځ( ۲۰۱۲ کال د جولای ۱) په کابل کي په يوه خبري غونډه کي وویل، چي دغه نجلۍ، چي پرده ئې د تښتوني او جنسي تيري تور لگول سوی وو ماينه ده.

د رنجبر په وینا دغي نجلۍ درې کاله پخوا هغه مهال له ده سره د نکاح غوښتنه وکړه، چي د کورني تاوتریخوالي له امله د خپل کور پرېښودو ته اړه شوې وه.

ده وویل، چي د خپلي دې ادعا له پاره اسناد لري او لويي څارنوالۍ هم ورسره ژمنه کړې ده چي ددغو اسنادو په حاضرولو سره به دی بې ګناه اعلان کړي:

«زه له ولسمشر څخه هیله کوم چي یو قوي بې طرفه هیئت وټاکي، او لکه څرنګه چي نظري صاحب ویلي دي، چي که رنجبر دغه دوه سندونه چي زه ئې اوس تاسو ته درکوم حاضر کړي نو دا به د ډاکټر رنجبر پر خلاف یو توطیه وي. نو اوس باید دوی دغه توطیه بربنډه کړي چې ولي دا کار وشو او د چا په اشاره وشو؟»

ده دغه راز وویل، چي څو ځله ئې لويي څارنوالۍ ته پر ده باندي د لګیدلو تورونو د سپیناوي په اړه اسناد وړاندي کړي دي، خو ددې ادارې چارواکو ان له ده سره له لیدلو څخه هم ډډه کوي.

کبيرنجبر زیاته کړه، چي تل یې د ښځو له حقونو څخه دفاع کړې ده او دا دسېسه هم ښايي د ده پرضد د هغو کړیو له خوا جوړه شوې وي، چي په هېواد کي د ښځو حقونه تر پښو لاندي کوي.

هڅه مو وکړه چي پر ښاغلي رنجبر د لګیدلو تورونو په اړه د لويي څارنوالۍ غبرګون هم واخلو، خو خو د ډيرو تلاښونو سره سره بيا هم ونه توانېدلو چي ددې ادارې د چارواکو نظر واخلو.

ډاکټر کبیر رنجبر پر رسنیو هم نیوکه وکړه، چي د اساسي قانون برخلاف، مخکي له دې چي پر ده باندي د لګیدلو تورونو په اړه له ده څخه پوښتنه وکړي، دی ئې په خپلو رپوټونو کي تورن اعلان کړ.

د افغانستان د اساسي قانون ۲۵مه ماده وايي:«ترهغه پوري چي د باصلاحیته محکمې په قطعي حکم متهم محکوم علیه ثابت نه شي، بې ګناه ګڼل کیږي.»

ډاکټرکبیررنجبر د ولسي جرګې پخوانی غړی او اوس د حقوقپوهانو ټولني مشري پرغاړه لري.

اسماعیل شاکر/کابل
کتونکی: نجيب الله زیارمل