1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روحاني د ايران د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې

۱۳۹۶ اردیبهشت ۳۰, شنبه

د ايران دولتي تلويزيون ولسمشر حسن روحاني ته مبارکي ورکړې چي ولسمشريزه ټاکنې يې ګټلي دي. د وروستيو پايلو له مخي روحاني ۲۲،۸ مليونه رايي ګټلي او سيال ابراهيم رئيسي يې ۱۵،۵ مليونه رايي ګټلي دي.

https://p.dw.com/p/2dHFz
Hassan Rouhani
انځور: Reuters/President.ir

د دې وزرات په حواله، ابتدايي پایلې ښيي چې روحاني ۶۰ سلنه رایې ترلاسه کړي دي. په دې ټاکنو کې ۵۶ میلیونه ایرانیان د رایې اچوونې له پاره په شرایطو برابر وو. د روحاني د ټولو څلورو سیالانو څخه ابراهیم رئیسي د هغه اصلي سیال ګڼل کیدو. رئیسي یو وکیل او محافظه کاره روحاني شخص دی.

په عین وخت کې د رایه ورکوونکو د ګڼه ګوڼې له امله، د ایران د کورنیو چارو وزارت د رایه اچوونې وخت تر خپل عادي وخت یو ساعت نور هم اوږد کړی وو.

بل لوري ته بیا د د رویترز خبري آژانس د یوه ایراني چارواکي په حواله خبر ورکړی چې د ایران په ولسمشریزو ټاکنو ابتدايي پایلې ښيي چې حسن روحاني غوڅ اکثریت ترلاسه کړی او په دې سره یې خپل اصلي سیال ابراهیم رئیسي مات کړی. د بریا په صورت کې، روحاني د ایران د ولسمشر په توګه خپله دوهمه کاري دوره پیلوي.

یوې سرچينې د نوم د نه بربنډیدو په صورت کې رویترز ته وویل: «هر څه پای ته ورسیدل او روحاني وګټله.» سرچینې همدا راز زیاته کړې چې د ۳۷ میلیونو رایو په شمیرلو سره روحاني ۲۱.۶ میلیونه رایې او د هغه سیال ابراهیمي ۱۴ میلیونه رایې ترلاسه کړي دي. سرچینې همدا راز وویل چې څلور میلیونه نورې رایې د شمیرلو له پاره لا هم پاتې دي.

بل لوري ته بیا د ایران د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي چې تر اوسه پورې ۲۵ میلیونه رایې تایید شوي او له دې ډلې څخه ۱۴،۶۱۹ میلیونه رایې روحاني او ۱۰،۱۲۵ میلیونه رایې بیا رئیسې ترلاسه کړي دي. د یاد وزرات د چارواکي په حواله د جمعې ورځې په ولسمشریزو ټاکنو کې د خلکو ونډه  ۴۰ میلیونه وه چې په دې ټاکنو کې د خکلو کابو ۷۰ سلنه ونډه تشکیلوي. ټاکل شوې چې د دې ټاکنو وروستۍ پایلې به نن د شنبې ورځې په اوږد کې اعلان شي.

د ایران اوسنی ولسمشر حسن روحاني ۶۸ کلن دی او په لومړي ځل واک ته د رسیدو پر مهال یې ژمنه کړې وه چې د نړۍ پرمخ به د ایران دروازې پرانیزي او ایرانیانو ته به په کور دننه آزادي ورکړي.

د هغه اصلي سیال ابراهیم رئیسي ۵۶ کاله عمر لري او پر روحاني یې تور پورې کړی وو چې هغه د ایران د اقتصاد ښه مدیر نه دی. نوموړي د ټاکنیزو مبارزو په ترڅ کې د ایران ځینې بې وزله سیمو ته سفرونه وکړل او خلکو ته یې د کاري فرصتونو او ټولنیزو آسانتیا د رامنځته کولو ژمنې کړې وې. داسې انګیرل کیږي چې هغه د ایران د انقلاب د ګارد او د دې هیواد د روحاني مشر خامنيي ملاتړ له ځانه سره لري.

د خبر تعقيب:

د ايران د کورنیو چارو د وزارت د وينا له مخي ۶۸ کلن ولسمشر حسن روحاني د ولسمشرۍ په ټاکنو کي ۵۸ سلنه رايي په لاس راوړي او دغه ټاکني يې ګټلي دي. د ياد وزارت په وينا تقريبا ۱۰۰ سلنه رايي شمېر سوي دي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (22.04.2017):