1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روزگان: بمي چاودنې پنځه تنه وژلي دي

۱۳۹۱ آذر ۱۳, دوشنبه
https://p.dw.com/p/16uxb

په روزگان ولایت کې د یوې بمي چاودنې په ترڅ کې پنځه تنه وژل شوي دي. په وژل شوو کسانو کې دوې مېرمنې هم شاملي دي. د ځایي پولیسو د وینا له مخې دغه چاودنه د روزگان ولایت په مرکز تيري کې هغه وخت رامنځ ته شوه، چې یو پوځي موټر د تیریدو په حال کې وو. زیاته شوې ده چې دغه چاودیدونکي توکې په یوه موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي ول. د ځایي پولیسو ویاند فرید، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «په دغه چاودنه کې د ملې اردو دوه تنه سرتیري او درې ملکي وگړي وژل شوي دي.» په عیني وخت کې د روزگان ولایت د والي ویاند عبدالله همت، ویلي دي چې په وژل شوو کسانو کې دوې مېرمنې هم شاملې دي. هغه زیاته کړې ده چې په دغه چاودنه کې نور اته تنه ټپیان شوي هم دي. لا تر اوسه پوري د دغه برید پړه چا پر غاړه نه ده اخیستي، خو زیاتره وخت د دغسي بمي بریدونو مسئولیت وسله وال طالبان پر غاړه اخلي.