1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسان به بيا افغاني پوليس روزي؟

۱۳۸۷ شهریور ۱۳, چهارشنبه

د روسيی روابط د غرب سره ورځ په ورځ خرابيږی. دغه هېواد اوس آسيايی هېوادونو ته مخه کړی ده. د روسيي توجه افغانستان، چېرته چې ناتو او امريکايان دی، هم مخ په زياتيدو ده.

https://p.dw.com/p/FAYB
له افغانستان سره نوې علاقه: د روسيی صدراعظم پوتين د کرزي سره
له افغانستان سره نوې علاقه: د روسيی صدراعظم پوتين د کرزي سرهانځور: picture-alliance / dpa

په افغانستان کې روسيه تر اوسه پوری په کمو برخو کې فعاله وه او په وروستيو وختونو کې يی په ماين پاکۍ کې مرسته کوله. سر بېره پر دی يی د ناتو قواوو ته د خپلی خاوری په هوا کې د پروازونو اجازه ورکړی وه.

دوه ورځې مخکې په لندن کې د Time خپرونې راپور ورکړی دی، چې د افغانستان او روسيی تر منځ د يو قرارداد په اساس به تر دوه سوو پنځه ويشتو روسان افغانستان ته د افغاني پوليسو د روزنې لپاره ځي. که دا خبره درسته وی، دا به د روسيی او افغانستان په روابطو کې يو نوی کيفيت ته ورسيږی، ځکه چې تر اوسه پوری دغه کار يوازی د ناتو او امريکايانو لخوا کيده.

د افغانستان څخه د مخادره موادو صادرات روسيی ته يو لوی مشکل گرځيدلی دی. ځينو رسنيو خبر ورکړی دی، چې د روسي د مخدره موادو پر ضد اداره اوسمهال په کابل کې يو دفتر پرانستلی دی.

په افغانستان کې تر ټولو هېوادونو زيات آپين کرل کېږی
په افغانستان کې تر ټولو هېوادونو زيات آپين کرل کېږیانځور: picture-alliance/ dpa

يوری فيديورف په لندن کې د يو څېړنيز مرکز Chatham House د روسيه پروگرام څخه وايي چې د افغاني پوليسو تربيه د روسيی په هغه پروگرام کې چې روسيه غواړی، د خپل هېواد څخه بهر هم د مخدره موادو په ضد مبارزه وکړی، برابر راځی.

افغاني هېروين د روسیی لپاره ځکه يو دير مهم مشکل گرځيدلی دی، چې د مخدره موادو څخه گټه اخيستل د روسيی په اردو کې يوه لويه ستونزه ده. دغه خبره په آلمان کې د بهرني سياست د ټولنې د روسيی څانگی يو کارپوه Stefan Meister کړی ده. دی زياتوی، چې د روسيی امنيتی سياست ته په افغانستان کې بايد د دې ټکې په نظر کې نيولو سره وکټل شی.

په قفقاز کې وروستی پيښه د روسيی او غربي هېوادونو تر منځ روابط دير تغير کړل. يوری فيديورف په دی نظر دی چې: « روسيه اوس ورو ورو لگيا ده او يوه نوی سړه جگړه پيلوی.»