1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه افغانستان ته پر وسلو ورکولو غور کوي

۱۳۹۴ آذر ۱۶, دوشنبه

د افغانستان له پاره د روسيې د جمهور رئيس ځانگړی استازی وايي چي افغانستان د وسلو د مرستي غوښتنه ځني کړې او دوی اوس پر دغي غوښتني غور کوي. تر دې دمخه ټايمس ورځپاني راپور ورکړی چي داعش د افغانستان په شمال کي يوه سيمه نيولې.

https://p.dw.com/p/1HIh2
Kreml in Moskau
انځور: Fotolia/Irina Fischer

د افغانستان له پاره د روسيې د جمهور رئيس ولاديمير پوتين ځانگړي استازي ضمير کابلوف له «ريانووستي» روسۍ رسنۍ سره په مرکه کي ويلي دي چي روسيه د افغانستان پر هغي نوي غوښتني چي د وسلو په برخه کي ئې کړې ده «فکر» کوي.

هغه ويلي دي چي د افغان امنيتي ځواک وسله وال کول او د دغه هیواد په شمال کي امنيت ټينگول په لومړي سر کي د امریکايي ځواکونو کار دي چي په افغانستان کي حضور لري.

کابلوف د دې پوښتني په جواب کي چي د افغانستان له اړخه د وسلو په برخه کي له روسيې څخه د مرستي غوښتنه سوې ده؟ وويل: «بلې غوښتنه سوې ده پر هغه باندي اوس کار روان دئ او معقول او هوښيار فکر باندي کيږي.»

د کابلوف په خبره: «هغه څه چي د افغان امنيتي ځواک د تجهيزولو په برخه کي مسکو کړي په کافي اندازه دي. پريږدي چي امريکايان او ناټو نوري وسلې ورکړي، ځکه هغوی هلته پوځي حضور لري.»

«ريانووستي» ليکلي دي چي تر دې دمخه ټايمس ورځپاڼي خبر ورکړی وو، چي افراطي ډلي «اسلامي دولت» (داعش) د افغانستان په شمال کي يوه سیمه نيولې ده او غواړي چي هلته يو نوی ولايت جوړ کړي او «اسلامي خلافت» اعلان کړي.

د ورځپاڼي د راپور له مخي نژدې ۱۶۰۰ جنگيالیو په افغانستان کي له داعش سره وفاداري اعلان کړې او د ننگرهار ولايت په څلورو سيمو کي ئې داسي زورزياتی پيل کړی لکه په عراق او سوريه کي چي ئې دغه افراطي ډله کوي.

ورځپاڼي ليکلي چي د دغو سیمو په زرونو اوسېدونکي تښتېدلي دي او افغان امنيتي ځواکونه هره ورځ کوښښ کوي چي د دغي تروريستي ډلي د پرمختگ مخه ونيسي. دغه راز ويل سوي دي چي افغان امنيتي ځواک نژدې هره مياشت ۵۰۰ کسان تلفات لري.