1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه: امریکا باید افغانستان يوازي پرې نږدي

۱۳۹۰ اسفند ۲۹, دوشنبه

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرگي لاوروف، د یکشنبې په ورځ ويلي دي چې ناټو ځواکونه باید تر هغه وخته پوري له افغانستان څخه و نه وزي چې افغان ځواکونه د خپل هیواد د امنیت ساتلو توان نه وي پیدا کړی.

https://p.dw.com/p/14MdO
انځور: AP

لاوروف له یوه افغاني تلویزون سره په مرکه کې ویلي دي چې دا د «نړیوال قانون» یو مهم ټکی دئ چې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو مخکي افغان دولت باید د قانون پلي کولو ظرفیت ولري:

«نړیوال امنیتي مرستندوی ځواک په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړي له مخي حضور لري. دغه ماموریت روښانه دئ. له افغانستان څخه تر وتلو مخکي باید هغوی دغه ماموریت په صحیح توگه سرته ورسوي.»

په افغانستان کي اوس هم ۱۳۰ زره بهرني سرتیري حضور لري او له افغان ځواکونو سره د دولت د وسله والو مخالفينو پر وړاندي جگړه کې مرسته کوي.

په پام کې ده چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري ټول بهرني جنگي سرتیري له افغانستان ووځي او د دغه هیواد امنیتي مسئولیتونه افغان ځواکونو ته وسپاري.

اوس بهرنیو ځواکونو د افغان ملي اردو او پولیسو د روزني هڅي گړندۍ کړي دي چي کولای سي تر ۲۰۱۴ کال وروسته د خپل هيواد امنیت وساتي.

په عین وخت کې د افغانستان او امریکا تر منځ پر ستراتیژیک تړون باندي کار روان دﺉ چې له مخي به ئې امریکا په افغانستان کې تر ۲۰۱۴ کال وروسته دایمي پوځي اډې ولري.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف ويلي دي چې د پوځونو د را ایستلو پر سر ټینگار حیرانوونکی دئ:«ځکه چي امریکا له افغانستان سره تر ۲۰۱۴ کال وروسته د څلورو یا پنځو پوځي اډو د جوړولو پر سر په تفصیلي خبرو بوخته ده.»

هغه زیاته کړه ده چې له افغانستان څخه تر وخت مخکي د پوځونو را ايستل به په سیمه کي بې ثباتي راولي. له بلې خوا افغان چارواکو ویلي دي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر به د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کي له خپلي سيالي هیلري کلنتن، سره وگوري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي ویلي دي چې زلمی رسول د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په بلنه واشنګټن ته سفر کوي.

وياند زياته کړې ده چي زلمی رسول به د امریکا او افغانستان د ښځو شورا په یوه غونډه کې گډون وکړي او دغه راز به د دواړو هیوادونو د گډو گټو پر هم له امريکايي چارواکو سره وږغيږي.

دا په داسي حال کې ده چې یوې بلي سرچینې د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې پر نورو موضوعگانو سربیره به په دغه لیدنه کتنه کښي د کندهار د پيښي چي د یوه امریکایي پوځي له لوري ۱۶ تنه ملکي کسان ووژل سول او ستراتیژیک تړون په اړه هم خبري اتري وشي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش