1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه: جنوبي آسيا ته د بريښنا د رسولو په پروژه کي پانګونه کوو

۱۳۹۰ فروردین ۱۶, سه‌شنبه

د افغانستان د پاره د روسيې ځانگړی استازی ضمير کابلوف وايي چي په تاجکستان کي د اوبو د بريښنا د ۱۰۰۰ ميگاواټه فابريکې څخه چي اوس ډيره اضافي بريښنا توليدوي. کيدای سي چي افغانستان او پاکستان ته بريښنا صادره کړي.

https://p.dw.com/p/RFPI
د تاجکستان د بريښنا يوه فابريکه
د تاجکستان د بريښنا يوه فابريکهانځور: DW

هغه په مسکو کي د انترفکس خبري اژانس سره په مرکه کي ويلي، دا ډيره لويه سيمه ييزه او نړيواله پروژه ده.

« موږ په هغه کي د گډون دپاره ليوالتيا ښودلې. په هغه صورت کي چي د روسيې هره کمپنۍ چي دا په غاړه اخلي بايد د اول سره تر پايه پوري ټول کارونه د هغوی په غاړه وي. موږ په دې کي د گډون دپاره په بې صبرۍ انتظار باسو.»

د روسيې د غه ديپلومات زياته کړې چي روسيې ته د افغان ولسمشر حامد کرزي د سفر پر مهال هم ددې پروژې په اړه ډيري خبري سوي او د کرزي هم همدا غوښتنه ول.

هغه وايي« د افغانستان جمهورريس ته وويل سول چي که په رشتيا هم دغه هيوادونه موافقه لري نو روسيه کولای سي چي د دغه ۱۰۰۰ ميگاواټه بريښنا په پروژه کي نيم ملياد ډالره پانگونه وکړي.»

هغه زياته کړه« دا به ددغو هيوادونو ډيره په گټه وي چي روسيه په دې پروژه کي پانگونه وکړي. ځکه دغه هيوادونو اقتصادي مشکلات لري او نسي کولای چي د هغه لگښت په غاړه واخلي.»

هغه دغه راز يادونه وکړه چي يوه بله دغه ډول ستره سيمه ييزه پروژه هم سته چي هغه د ترکمنستان څڅه- افغانستان- پاکستان او هندوستان ته د گازو د نل ليکي غځول دي.

ضمير کابلوف وويل چي دغه پروژه د پنځلسو کلنو راپديخوا د ژبو پر سرو ده او د کاغذ پر مخ يې هم يو څه کارونه سوي خو نور پرمختگ ندی پکښي سوی. طبيعي خبره ده چي په هغه کي د افغانستان جگړې منفي لرول لوبولی.

کابلوف وويل چي په دې پروژه کي د پانگه اچوني دپاره څلور هيوادونو فورمې ډکي کړي خو د روسيې دپاره اړينه داده چي د اول څخه تر پايه په دې پروژه کي ونډه ولري.

په سيمه کي د نورو پروژو په اړه د خبرو پر مهال هغه د افغانستان او ايران تر منځ د اورگاډي د پټلۍ د غځولو خبره وکړه، چي په وينا يې افغانستان به و کولای سي په جنوب کي اوبو ته ډيره لنډه لاره پيدا کړي.

کابلوف دغه راز وويل، روسيه دې ته هم تياره ده چي په افغانستان کي د هغو ۱۴۲ پروژو په بيا رغاونه او جوړونه کي ونډه واخلي چي د شوروي اتحاد په وخت کي ترسره سوي.

د غه په خبره دا روښانه ده چي روسيه اوس ددې توان نه لري چي په يوازي سر دغه ټولي پروژې ورغوي يا يې تکمل کړي. خو موږ هر وخت په داسي پروژو کي لکه د سالنگ تونل په بيا رغولو کي د افغان حکومت سره د همکاري وړانديز کړی دی.

ضمير کابلوف وويل چي په وار وار مو د امریکا متحده ايالاتو ته وړانديز کړی دی تر څو هغه دونرانو ته چي د افغانستان د بيا رغوني دپاره مرستي کوي د سالنگ د بيا رغولو پروژې دپاره مالي امکانات برابر کړي. خو تر اوسه پوري هيڅ چا هوکړه نه ده کړې.

هغه وايي د سالنگ تونل په بيا رغونه باندي شاوخوا ۱۰۰ مليونه ډالره مصرف راځي چي دا په روان وخت کي روسيه نسي ورکولای.

د افغانستان دپاره د روسيې ځانگړي استازي ضمير کابلوف په مسکو کي د انترفکس خبري اژانس سره په مرکه کي دې ته هم اشاره کړې ده چي روسيه په افغانستان کي د نفتو د استخراج په پروژه کي هم د ونډي اخستلو دپاره تياره ده. ځکه په خبره يې دوی هلته ښه تجربه لري.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: احمد ولي اڅکزی

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل