1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه: د افغانستان د ستونزو حل نظامي لاره نه ده

۱۳۹۰ خرداد ۱۷, سه‌شنبه

د روسيې د ملي امنيت شورا مسول نيکولای پتروشف ويلي چي روسيه به هيڅ کله افغانستان ته خپل سرتيري وا نه ستوي، او بل داچي په هغه هیواد کي د تروريزم او نشه يي موادو ستونزي هيڅ امکان نه لري چي د پوځي لاري دي حل سي.

https://p.dw.com/p/11VZD
د روسيې د ملي امنيت شورا مشر نيکولای پتروشف
د روسيې د ملي امنيت شورا مشر نيکولای پتروشفانځور: AP

« زما په نظر په افغانستان کي د ټولو مصارفو سره سره په دې لاره کي هيڅ پر مختگ نه تر سترگو کيږي. افغان ولسمشر حامد کرزی چي ما خبري ورسره کړي هم زما سره هم نظره دی.»

پتروشف په نوي ډهلي کي د سفر پر مهال وويل چي په افغانستان کي هره ستونزه د اقتصاد په پياوړتيا سره له منځه ځي. خو هيڅ کله هلته ستونزه د پوځي لاري نه ده حل سوې.

هغه زياته کړه چي روسيه به د افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي، او د هغه د اقتصادي پياوړتيا له پاره هر ډول همکاري وکړي.

پتروشف وويل چي تر هغه وخته چي په خپله د افغانانو رضايت نه وي ترلاسه سوی هيڅ کله به هلته ثبات ټينگ نه سي.

نوموړي وويل چي روسيه د افغانستان سره مرستو ته تياره ده او داچي اوس يې هم خپل لس مليارده ډالره پور وربخښلی دی.

د روسيې د ملي امنيت شورا مشر نيکولای پتروشف ويلي چي د افغانستان د ستونزو سره د پوځي لاري مبارزه کول بې گټه کار دی. تر ټولو مهمه داده چي د افغان بزگرو سره د اصلاح سوو تخمونو مرسته وسي.

د روسيې د نشه يي موادو د کنترول ادارې په لومړي ځل ويلي چي د افغانستان څخه روسيې ته د هيروينو په قاچاق کي د پام وړ کمښت راغلی.

د ادارې په خبره دا ځکه چي په دې وروستيو کي په افغانستان کي د امريکا او روسيې په گډو عملياتو کي يو شمېر کارخانې او د نشه يي موادو زيرمي له منځه وړل سوي.

د روسيې د رسمي شميرو له مخي په هغه هيواد کي څو مليونه انسانان په نشو روږد دي چي د هغوی ډيری د افغاني هيروينو څخه کړيږي.

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل

کتونکې: بريښنا صابر