1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه: د افغانستان د سولي په روان بهير کي گډون نه کوو

۱۳۹۵ اردیبهشت ۸, چهارشنبه

د افغانستان له پاره د روسيې د جمهوررئيس ځانگړی استازی وايي چي هيواد به ئې د افغانستان د سولي پروسې له څلور اړخيزه بهير (امريکا، چين، پاکستان او افغانستان) سره يوځای نه سي.

https://p.dw.com/p/1IdT0
د افغانستان له پاره د روسيې ځانگړی استازی ضمير کابلوف
انځور: imago/Pak Images/I. Dean

د افغانستان له پاره د روسيې د جمهوررئيس ځانگړي استازي ضمير کابلوف په مسکو کي له انترفکس خبري آژانس سره په خبرو کي ويلي دي چي «د افغانستان د سولي د خبرو اترو څلور اړخيز بهير اغېزناک نه دئ او موږ پکښې گډون نه کوو».

هغه زياته کړه چي که چيري د خبرو اترو يو بل بهير جوړ سي، نو روسيه به پکښې د گډون مخالف نه وي. دغه روسي ديپلومات ويلي دي : «موږ تيار يو، هغه يو بهير جوړ کړو چي کاري وي او د افغانستان په گډون د ټولو هغو اړخونو منافع پکښې وي چي په مخامخ توگه له افغانستان سره دلچسپي لري.»

کابلوف ويلي دي چي تردې دمخه د روسيې په ابتکار د ۶+۱ په نوم بهير چي امريکا متحدو ايالاتو او چين ئې هم ملاتړ کاوه جوړ سوی وو او د افغانستان په گډون گاونډي هيوادونه هم پکښې شامل ول.

هغه وويل: «موږ د دغه بهير په چوکاټ کي څو غونډي هم وکړې، خو په دې ونه توانېدو چي عملي کار پيل کړو.» هغه وويل چي تر دې وروسته بیا څلور اړخيز بهير جوړ سو چي زموږ سره پرې سلا ونه سوه.

کابلوف ټينگار وکړ چي په افغانستان کي د سولي د راتگ له پاره د خبرو اترو نوی بهير بايد له روسيې سره په گډه جوړ سي: «موږ به په امريکايي نمونې کار ونه کړو.»

تيره ورځ د ازبکستان جمهوررئيس اسلام کريموف د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره تر ليده کاته وروسته په یوه خبري کنفرانس کي وويل چي روسيه بايد د افغانستان د سیاسي حل په پروسه کي ورگډه سي.

د چهارشنبې په ورځ بیا د امريکا متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت يوه استازي انترفکس خبري آژانس ته وويل چي واشنگټن د دې هرکلی کوي، څو روسيه د افغانستان د سياسي حل په پروسه کي فعاله ونډه ولري.

د امريکا د بهرني سياست ادارې دغه استازي ويلي دي: «موږ پر ټولو هیوادونو ږغ کوو چي په افغانستان کي د سياسي ثبات ټينگولو له پاره له افغان حکومت سره يوځای مثبت کار وکړي.» هغه زياته کړې ده چي بې له شکه موږ روسيه هم دې ته رابولو څو دغه شان رول ولوبوي.