1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"روسيه د افغانستان د نشه يي موادو څخه کړيږي"

۱۳۹۰ فروردین ۲۹, دوشنبه

د روسيې د حکومتي شورا په غونډه کي به،چي نن په يرکوتسک کي جوړيږي، د هغه هيواد جمهوررئيس دميتري ميدويدف به د نشه يي موادو په وړاندي د مبارزې او د هغو کسانو لپاره چي په نشو روږد دي د يو وقايوي سيسټم د جوړولو ترحه اعلان کړي.

https://p.dw.com/p/RIWp
د افغانستان په يوه سيمه کښي د کوکنارو کرونده
د افغانستان په يوه سيمه کښي د کوکنارو کروندهانځور: AP

لکه څنگه چي د روسيې د نشه يي موادو د دوران د کنترول د ادارې مشر ويکتور ايوانوف ويلي ول په دې غونډه کي پر هغه باندي هم خبري وسي چي کيدای سي د روسيې په مکتبونو کښي داسي يو سيستم پلی سي چي ټول زده کونکي و آزمويل سي.

خو دا ابتکار د بشري حقونو د فعالينو لخوا تر نيوکولاندي راغلی.

د روسيې جمهوررئيس په وار وار ويلي چي د نشه يي موادو په وړاندي مبارزه د حکومت په لوړيتوبونو کښي راځي.

دغه موضوع هروخت په روسيه کښي تاو بالا کيږي. د روسيې جمهوررئيس ميدويدف په ټولو نړيوالو ليدنو کتنو کښي دغه موضوع ياده کړې ده او د روان کال د جنورۍ په مياشت کښي، کله چي ولسمشر حامد کرزی مسکو ته ورغلی و ميدويدف وويل چي افغانستان د هغو نشه يي مواد مرکز دی چي زموږ هيواد ته را قاچاقيږي.

تيره اونۍ د روسيې د نشه يي موادو د دوران د کنترول ادارې اعلان وکړی چي په هغه هيواد کي د په نشو د روږدو کسانو شمېر د ۲ څخه تر ۲،۵ ميليونه انسانانو ته رسيږي.

د ادارې په خبره:« په تيرو لسو کلونو کښي په مخدره موادو د روږدو کسانو شمېر تقريباً ۶۰ فيصده لوړسوی دی. په مجموع کي د ۱۸ څخه تر ۲۵ کلنۍ پوری ځوانان په اخته سوي.»

اداره وايي که سړی په دې لاره کي د ځوانانو مړيني ته وگوري نو په کال ۱۲۶ زره ځوانان چي عمرونه يې د ۱۵ څخه تر ۳۴ پوري دي ددغو موادو په استعمال سره خپل ژوند دلاسه ورکوي.

په راپور کي دغه راز راغلي چي په مخدره موادو د روږد کسانو ۹۰ فيصد ۳۵ کلن خلک دي، ځکه چي راپور کاږي تر ۴۰ کلنۍ پوري څوک پاتيږي نه. هغوی تر هغه وخته مري.

د روسيې د نشه يي موادو د دوران د کنترول اداره وايي چي په روسيه کښي تقريباً ۱،۵ ميليونه انسانان د افغانستان څخه په ورقاچاقيدونکو هيروينو روږد دي، چي دغه خلک د هغه وخت راهيسي چي هيرون اخيستل پيل کړي د ۵ څخه تر ۷ کالو وروسته مري.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: محمد قاسم نوري

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل